لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:اماده یم ملا هېبت الله سره مخ پرمخ د سولې خبرې وکړم


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي “اماده یم چې د طالبانو د مشر ملا هئیبت الله سره مخ پر مخ خبرې وکړم ، ځایې دې وښایي ، په تخت راسره خبرو ته کښیني ، په جومات کې کښیني اؤ که په غره کې زه ورځم اؤ دسولې خبرې ورسره کووم”

ولسمشر غني نن سه شنبه کابل کې د هلمند نه په پښو ورغلي د سولې کاروان هرکلي له ورغلی اؤ ددغه کاروان غوښتنې یې له نزدې اوریدلي دي.

د سولې د کاروان د یو مشر اقبال خیبر لخوا ولس مشر څخه غوښتنه وشوه چې باید په سمدستي ډول د یو کال اوربند اعلان کړي وروسته له هغې ټول ملت طالبانو ته ورځي اؤ له هغوئ هم غواړي چې یا باید اوربند اعلان کړي اؤ یا دې ټول ملت ووژني.

اشرف غني د سولې دکاروان غړو ته پخپله وینا کې وویل” ستاسو دپښو له تڼاکو جار شم ، تاسو پر پښو راغلي یئ ، زه به پر سر درشم ، د سولې دپاره هر ګام اخستلو ته چمتو یم “

هغه وویل څلویښت کاله افغانستان په ناخوالو کې تیر کړل اؤ‌ نور افغانان پخپل وطن کې ویني نه غواړي ژوند غواړي.

هغه وویل که طالبان د دریوؤ ورځو اوربند کولی شي نو د یو کال اوربند ولې نه شي کولی اؤ له ټول عمر دپاره ولې له جګړې نه شي تیریدلی؟

ولسمشر وویل داختر په مهال اوربند وښودله چې دطالبانو قوماندانان هم اوربند ته خوشحاله وؤ ، عسکر هم خوشحاله وؤ او ملت هم په جامو کې نه ځائیدو دا ښایي چې د سولې دپاره ذهنونه اماده دي یوازې لاره ورته هوارؤل غواړي.

د ولسمشر غني په وینا" زه هر وخت هر چې تیار یم چې طالبانو سره د شرطونو پرته خبرې وکړم ، راځئ اول ځان جوړ کړو بیا د بهرني نړۍ نه مرسته غواړو"

هغه وویل افغانستان کې د خارجي عسکرو په کردار هم خبرې کیدلی شي خو طالبان دې خبرو ته راشي.

اشرف غني زیاته کړه" نوره باید ټوپک ته رخصتي ورکړو، طیارې اؤ بمونو ته رخصتي ورکړو ځکه ملت د سولې تږی دی په امن کې ژوند غواړي اؤ د سولې دپاره افغان دولت هر رول ترسره کولو ته تیار دی"

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG