لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار کې د سړک جوړونکي ۳۳ کارکوونکي تښتول شوي


افغان چارواکو ويلي د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان کندهار صوبه کې وسله والو د سړک جوړونې ۳۳ تنه امنيتي او نور کار کوونکي تښتولي دي.

د کندهار چارواکو ويلي دغه کار طالبانو کړی خو په خپله طالبانو په دغه اړوند لا څه نه دي ويلي.

افغان رسنیو د کندهار د پوليسو له قوله ویلي دغه پېښه تېره شپه د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

چارواکو ويلي کارکوونکي او پولیس د سپين بولدک او ښورابک ولسواليو ترمنځ په کار بوخت وو.

د پېښې په اړوند د کندهار د والي وياند داود احمدي امريکا غږ اشنا ته ويلي "تېره شپه یوه نیمه بجه د بولدک او ښورابک ولسوالیو ترمنځ د سړک د جوړونې پر یو شرکت وسله والو طالبانو حمله کړې د شرکت ۲۰ تنه امنیتي کسان ورته تسلیم شوي او وسله والو د هغوی په شمول د سړک جوړونې د شرکت ۱۳ تخنیکي کسان هم له ځان سره یرغمل کړي".

هغه وويل "کله چې پوليس د پېښې پر مهال تر خبریدو وروسته مداخله کوي په نښته کې زموږ څلور پوليس وژل شوي او یوتن مو ټپي دی".

ځينې افغان رسنیو يواځې د ۱۳ کارکوونکو د تښتولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو لخوا په دغه اړوند په رسمي ډول کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG