لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انډونيشيا سخت دريځه عالم ته د مرګ سزا اورولې


د انډونيشيا يو عدالت د جمعې په ورځ سخت دریځه عالم امان عبدالرحمان ته د کال ۲۰۱۶م د ترهګرو بريدونو په تړاؤ د مرګ سزا اورولې ده.

د انډونيشيا په پلازمينه جکارته کې په کال ۲۰۱۶م کې د ځانمرګو او چاؤدنو بريدونه شوي وو.

دغه بریدونه د داعش سره تړاؤ لرونکو تندلارو کړي چې پکې څلور تنه وژل شوي وو، د لومړي بريد زمه واري د سويلي ختيځې اسيا داعش قبوله کړې وه.

د انډونيشيا چارواکي عبدالرحمان په دغه هېواد کې د داعش سره فکر لرونکی مهم کردار ګڼي.

تېره مياشت په سورابايه ښار کې د ځانمرګو بريدونو وروستو د نورو حملو ویره شتون لري. پوليس ویلي د دغو بريدونو په شا لاس لرونکی مرکزي کردار د عبدالرحمان نه متاثره تندلارې ډلې سره تړاؤ لري.

څارنوالانو ويلي عبدالرحمان به د زندان څخه لارښوونه کوله، چرته چې هغه د کال ۲۰۱۶م او ۱۷م د څو بريدونو په جرم کې بندي وو.

عبدالرحمان د انډونيشيا د روښان فکره حکومت عدالت نه مني او د شرعي قانون په حق کې دی.

څيړونکو ويلي ښايي تندلاري د عبدالرحمان د مرګ د سزا په غبرګون کې بريدونه پېل کړي.

څارونوالانو ویلي عبدالرحمان د تندلارو انتهاپسندو يو تحريک جوړ کړی او د داعش سره یې د بېعت ژمنه کړې او د انډونيشيا د روښان فکره حکومت مخالفت يې کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG