لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو دسولې دکاروان د اوربند غوښتنه رد کړه


دهلمند نه کابل ته پیاده تللي دسولې ولسي کاروان ویلي طالبانو یې دسولې غوښتنه رد کړې اؤ اوس به دوئ د بهرنیو سفارتونو مخې ته احتجاجي پرلتونه پیل کوي.

دسولې کاروان ویلي دغه احتجاجي پرلتونه به سر دسبا څخه دملګرو ملتونو د دفتر،دپاکستان،ایران،روسیې ،امریکا او وروسته دیو شمیرنورو هیوادونو دسفارتونو مخې ته له دې امله پیل کړي چې سیاسي نماینده ګیو دافغانستان دثبات دټیګښت پرځای دجګړې د اور تازه کولو لپاره کار کړی دی.

دسولې ولسي کاروان مشر اقبال خیبرنن دشنبې،خالي په ورځ دخبري کنفرانس پرمهال ویلي،له هلمند څخه په پلي مزل کابل ته رسیدو سره افغان ولسمشرد سولې وړاندیز په منلو سره په یواړخیزه توګه دیوې میاشتنې اوربند ولس ته ډالی کړو خوطالبانو یې داوربند غځیدو اود سولې دخبروغوښتنه رد کړه.

نوموړي وړاندې وویل"درې ورځې د ولس لخوا وخت ورکړل شو خو له بده مرغه هغه هیله چې ولس له طالبانو درلوده هغه څه ناڅه پیکه شوه او هغه غوښتنه چې ولس ورڅخه کوله هغه یې ولس ته ورنه کړه او ولس یې یوډول په مخ وواهه"

خیبر ویلي سره دې له دې چې په طالبانو او افغان حکومت کې ځیني پردۍ کړۍ شته چې دافغانستان د جګړې پای نه غواړي خو دافغانستان حکومت خپله خپلواکۍ دسولې ولسي حرکت دغوښتنو پر وړاندې ثابته کړه.

هغه وویل"زمونږ خپله په ولسي حرکت کې ۸ کسان و ۹ یې پردی وو ،هغه مونږتشخیص کړ نوډیره واضح ده چې په اسلامي امارت کې هم ځینو هیوادونو ریښې پیدا کړي کړې او د دوی په اراده یې تاثیر کړی اومسئولیت یې دا دی چې دا کړۍ وپیژنې او ولس ته رغنده ځواب ورکړي"

دسولې د کاروان مشرویلي،افغانستان کې د سولې او امن لپاره به نړیوال ولسي بلاک او اړیکه رامنځته کوي اوسرله سبا به په کابل کې د پاکستان،ایران،روسیه اوامریکا دسفارتونو مخې ته احتجاجي پرلتونه پیلوي او شروع به یې هم دملګرو ملتونو د دفتر مخې ته کیږي.

دسولې ولسي حرکت کاروان په داسې حال کې په طالبانو دفشار راوړولو لپاره دنړۍ او سیمې د یوشمیر هیوادونو مخې ته سبا دیکشنبې په ورځ پرلت پیلوي چې دې کاروان نږدې ۷۰۰ کیلومټره په پلي مزل له ۳۸ ورځو سفروروسته تیره اونۍ له هلمند څخه کابل ته ورسید.

یاده دې وي چې له پیښور څخه دافغان کډوالو دسولې ولسي کاروان هم وړمه ورځ له تورخم څخه په پلي مزل دکابل په طرف روان شوی او ټاکل شوې چې په کابل کې دهلمند دسولې ولسي حرکت له کاروان سره یوځای شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG