لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو عمل به په سوتره ډول بشپړ شي، علي ظفر


د پاکستان د قبايلي سيمو (پخوانۍ فاټا) په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډېدو عمل به په هر قيمت سوتره او په ښه ډول بشپړ کړی شي، دا خبره د قانون او انصاف لنډمهاله وزير علي ظفر کړې ده.

د علي ظفر په مشرۍ د خالي، شنبې په ورځ د پخوانيو فاټا او پاټا سيمو په خېبرپښتونخوا کې د ورګډېدو د عمل په اړوند يوه غونډه شوې ده.

په ناسته کې نوموړي وزير ته د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ورګډېدو د عمل په لار کې د انتظامي، قانوني، مالي او قانون سازۍ د مسلو په اړوند احوال تېر کړی شوی دی.

د وزيراعظم لخوا د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډېدو د عمل دپاره د راجوړې کمېټۍ لاندې راجوړې غونډې پرېکړه کړې او د دغه عمل د راتلونکې دپاره دوه نورې ذيلي کمېټۍ جوړې کړی شوي دي.

د دولتي میډيا ترمخه دغه دوه نورې کمېټۍ د قانون، کورنيو چارو او خزانې د وزارتو د چارواکو څخه جوړې کړی شوي کومې به چې د سيمې د مالي چارو حل لاره، د سيمې د ورګډېدو په عمل کې د اسانتياؤ دپاره قاعدې او قانون برابروي.

کميټيانو ته په راتلونکې غونډه کې د انتظامي او قانوني مسلو د ممکنه حل په اړوند د سپارښتنو وړاندې کولو ويل شوي دي، خو د راتلونکې غونډې د نېټې په اړوند څه نه دي ويل شوي.

په غونډه کې د خېبرپښتونخوا صوبې اډيشنل چیف سيکرټري د قانون وزير ته په سيمه کې د کډوالو يا بې کوره شوؤ خلکو به اړوند احوال تېر کړی دی.

د قانون وزير ځايي رسنيو سره په خبرو کې ویلي په خېبرپښتونخوا کې صوبه کې نافذ ټول قوانين به په پخوانۍ فاټا کې په ځای کولی شي خو ترڅو چې دغلته عدالتي نظام په ځای نه وي قوانين عملي کول به وخت غواړي.

هغه ويلي هلته پوليس په ځای کول يوه غټه ستونزه ده، او بله دا چې د فاټا سيکرټريټ د خېبرپښتونخوا په سيکرټريټ کې شامل کړی شي.

پخوانۍ فاټا د ۲۵م اييني بدلون د لارې د خېبرپښتونخوا برخه جوړ کړی شوې ده.

او د قامي اسمبلۍ، سېنېټ او خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ څخه د اييني بدلون د قانوني مسودې منظورېدو وروستو د مې د میاشتې په وروستۍ نېټه صدر ممنون حسېن دغه اييني بدلون لاسليک کړی ؤ.

د لاسليک وروستو قبايلي سیمې اوس په رسمي ډول د خېبرپښتونخوا برخې جوړې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG