لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"مرلي دهرن راته ويلي زما نه ښه بالر يې"، راشد خان


د افغانستان ستوری سپېنر لوبغاړی راشد خان وايي په بالينګ کې ورته يو روزونکي هم څه نوي نه دي ورزده کړي ، تر دې چې د سري لنکا ياد سپېنر مرلي دهرن ورته ویلي چې "ته زما نه هم ښه بالر يې".

راشد خان د هند د لوبو وېب پاڼې (کرِک بز) د سره په مرکه کې ويلي "د هغه کله څوک روزونکی (کوچ) نه دی پاتې شوی".

د راشد خان نه مرکه کوونکي پوښتنه کړې چې د بالينګ زده کړې دې خپلې دي که نه؟ نوموړي په ځواب کې ویلي،

"زما خيال دی تر اوسه پورې زه خپل کرکټ کوم، که څومره زده کوونکي مې دي که په ايي پي اېل کې ؤِ، او که د ۱۹ کلنو په لوبډله کې چې دولت احمدزی ؤ چا چې په لومړي ځل زه د ۱۹ کلنو په لوبډله کې ټاکلی وم څه نوي يې راته نه دي ویلي چې بالينګ څه ډول کول دي".

هغه زياته کړې چا ورته څه نوي نه ښودلي او هر چا ورته ويلي چې څنګه يې دغه شان سم مخ په وړاندې ځه. چا ورته نه دي ویلي چې بال تېز يا په قلاره کوه هر ۍو ورته ويلي چې "ته ځانګړی يې او د ټولو نه بدل يې".

راشد ويلي، "تېر کال مې د مرلي دهرن نه پوښتنه وکړه، چې زما د بالينګ په اړه څه وايي؟ څه وکړم څه ونه کړم؟ هغه راته وويل چې ته ځانګړی يې د ټولو نه بدل يې او زما نه هم ښه بالر يې، ځکه چې کوم توان زه په تا کې وينم هغه ډېر ځانګړی دی".

نوموړي ویلي هغه ورته يواځې دومره ويلي چې کله مه ويريږه د لوبې نه خوند اخله.

د مرکې په سر کې د راشد خان نه پوښتنه شوې چې ستا لاسونه د پاکستان د پخواني ستوري لوبغاړي شاهد افريدي په شان کلک دي.

راشد خان په ځواب کې ویلي، "د ټولو پښتنو لاسونه هم دغه رنګ کلک وي ځکه چې دوی زميندارۍ او سخت کارونه کوي".

هغه زياته کړې د وړوکوالي نه د غټېدو سره یې د کرکټ شوق سېوا شوی او هغه به په پاکستان کې د کډوالۍ په وخت د خپلو وروڼو سره د کرکټ لوبه په ټيلي ويژن کتله د هغې سره يې شوق نور زيات شوی ؤ.

هغه ويلي چې د وروڼو سره به یې د کرکټ لوبه کوله تل به يې لرې ودرولو او بال به يې پرې راوړو، بالينګ او بيټنک به يې پرې نه کولو.

راشد خان دا وخت د کرکټ د نړيوال کونسل (ايي سي سي) په درجه بندۍ کې د شل اووريزو لوبو په نړيوالو سياليو کې په اول نمبر بالر دی.

د راشد خان عمر چې لا شل کاله نه دی د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې نه علاوه د اسټريليا په بګ بېش، د هند په پريميئرليګ او د ويسټ انډيز کريبين کرکټ ليګ سياليو هم کې لوبېدلی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG