لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ارګ: برتانيې د افغانانو په مشرۍ دسولې له پروسې په ټینګه ملاتړاعلان کړو


د برتانيې دبهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن دافغانستان له جمهور رییس محمد اشرف غني او اجراییه رییس ډاکترعبدالله عبدالله سره په لیدنه کې دافغانانو په مشرۍ له طالبانو سره دسولې دخبرو اترواو له اوربند څخه ملاتړ څرګند کړ.

د جمهوررییس محمد اشرف غني ویاندې درانۍ وزیري له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي د دوشنبې په ورځ دبرتانيه دبهرنیو چاورو وزیرله محمد اشرف غني سره په لیدنه کې د افغان حکومت اعلان شوی اوربند او د افغان حکومت لخوا دسولې دخبرو اترو روانې هڅې وستایلې.

نوموړې زیاته کړه "په دې لیدنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه ولسمشرمحمد اشرف غني اود برتانيه دبهرنیو چارو وزیربوریس جانسن، د اوربند،سولې پروسې له ترهګرۍ سره د مبارزې او دسیمې هیوادونو دګډې همکارۍ په تړاو بحث اوخبرې وشوې".

ویاندې درانۍ زیاته کړه له جمهورریس محمد اشرف غني سره په خبرو کې دبرتانيې د بهرنیو چارو وزیر داوربند په اړه یې د افغان حکومت له پورته شوي اقدام څخه هرکلی وکړ او دخپل هیواد په استازیتوب یې ژمنه وکړه چې په ملکي او پوځي برخو کې به دبرتانيه هیواد خپلې مرستې له افغانستان سره جاري ساتي.

په دې یوه ورځني سفر کې چې د دوشنبې په ورځ د برتانيه دبهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن کابل ته راغلی و دافغانستان اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي دي.

په ترلاسه شویو رپوټونو کې ډاکټر عبدالله عبدالله له بوریس جانسن سره په خبرو کې په پاکستان له دې امله نیوکه کړې چې اسلام اباد له ترهګرۍ سره دمبارزې په چارو کې اړینه مرسته نه ده کړې.

همداراز د برتانيه حکومت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې دښاغلي بوریس جانسن د خبرو یوه براخه راخیستي اوپه هغې کې په ټولوهغو هېوادونو چې په افغانستان کې خپل اغیز لري ، په ځانګړي توګه د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو غږ کړی چې دسولې او امن لپاره په دې نازکو حالاتو کې خپل مثبت رول ولوبوي.

د برتانيه دبهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې له اوربند او دافغان سولې له پروسې دافغانانو په مشرۍ خپل ملاتړ په ډاګه کړ چې افغان حکومت د روژې ۲۷ مې څخه داختر تر۵ مې په یو اړخیزه توګه د اوربند اعلانولو وروسته د ۱۰ نورو ورځو لپار خپل اوربند تمدید کړخوطالبانو د اختر په لومړیو درې ورځو او شپو کې خپل اعلان شوی اوربند ته دپای ټکی کیښود.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG