واشنګټن ـــ په پاکستان کې تر عامو انتخاباتو مخکې د هېواد لنډمهالي وزیراعظم او د پوځ مشر په دوو جلا- جلا غونډو کې د امنیتي حالاتو جاج اخیستی او د ترهګرۍ په ضد روانو هلو ځلو ته د دوام ورکولو هوډ یې څرګند کړی دی.
د پوځ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن د شورو- چارشنبې په ورځ په پینډۍ کې د پوځ په مرکزي دفتر (جي ایچ کیو) کې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه په مشرۍ کې د ټولو کور کمانډرانو غونډه شوې ده. په غونډه کې د سیمې او هېواد امنیتي حالات څېړل شوي او د ترهګرۍ پر دوام پکې ټینګار شوی دی.
"په غونډه کې پرېکړه وشوه چې پوځ به په هېواد او سیمه کې د امنیت او ارامۍ په برخه کې خپلو مثبتو هلو ځلو ته دوام ورکوي. د ردالفساد عملیاتو پر ګټو او په له ترهګرۍ پاکو سیمو کې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ په اړه هم خبرې وشوې او دا ژمنه وشوه چې هلته به همېشنی امن او ارامي پر ځای کېږي".
د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، په غونډه کې د پاکستان د انتخاباتو له کمېشن سره د مرستې په اړه هم بحث شوی، چې وایي په هېواد کې د روان ۲۰۱۸م کال د جولای په ۲۵مه ازاد، راڼه او له درغلۍ پاک انتخابات تر سره کړي. خبرپاڼه وایي:
"د پوځ مشر امر وکړ چې دا قومي فریضه [انتخابات] دې په زښته زیاتې ذمه وارۍ سره تر سره شي او په دې مهال دې دفاعي او د کورني امنیت چېلنجونو ته زیاته پاملرنه وشي".
بل لور ته د پاکستان لنډمهالی وزیراعظم ناصر الملک د پښتونخوا مرکز پېښور ته تللی او هلته یې په یوه غونډه کې د صوبې پر امنیتي حالاتو خبرې کړې دي. د صوبې د پولیسو مشر محمد طاهر غونډې ته په وینا کې د قومي اېکشن پلان له مخې د ترهګرۍ په ضد مبارزې لاسته راوړنې یادې کړې دي.
د پښتونخوا د پولیسو مشر وزیراعظم ته ویلي چې د راتلونکو عامو ټاکنو په مهال به یې پولیس، ملېشه ځواکونه او لېویز د امنیت په دنده ګومارل کېږي، چې خلک په امن او ارامۍ د ووټ ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او په ټاکنو کې برخه واخلي.
وزیراعظم ناصر الملک د پولیسو هڅې ستایلې او په پښتونخوا صوبه کې یې د پرامنه او سمو انتخاباتو لپاره امنیتي چارو د ډاډ وړ ګڼلې دي. ښاغلي ناصر الملک ټینګار کړی چې ازاد، له درغلۍ پاک او پرامنه انتخابات د مرکزي او صوبایي دواړو حکومتونو ګډه ذمه واري ده.
ټاکل شوې چې په پاکستان کې به شاوخوا یوه میاشت وروسته د جولای په ۲۵مه عام انتخابات کېږي، چې د امنیت لپاره یې درې نیم لکه پوځي سرتېري په دنده ګومارل شوي دي.