لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هارون بلور د ژوند وروستۍ شپې ورځې څنګه تیرې شوي دي؟


هارون بلور

دپېښور په ځانمرګي برید کې وژل شوی هارون بلور د بلور کورنۍ په زلمو کې هاغه یوازینی تن پاتې شوی ؤ چې دغه غم ځپلې کورنۍ ورپسې دخپل سیاسي وراثت ټولې هیلې تړلې وې.

هغه دانګلینډ څخه دقانون په څانګه کې ډګري اخستې وه اؤ یو تکړه وکیل هم ګڼل کیدلو.

خو دهارون بلور ټول ژوند د لوړو ژورو نه ډک ؤ اؤ په کال۲۰۱۲م کې دخپل پلار بشیر بلور په یو ځانمرګي برید کې د وژل کیدلو را په دیخوا خو هغه د دومره ډیرو سختو لاندې راغلی ؤ چې ذکر یې ګران دی.

یو وخت ؤ چې کله هارون بلور د انګلینډ څخه راستون شو نو دهغه کورنۍ په سیاسي لحاظ په پېښور بادشاهي کوله.

هارون بلور به پېښور چاوڼۍ کې د امریکایي قونصلیټ ترڅنګ خپله ماڼۍ کې لکه د شهزادګانو خپل ژوند کولو.

مشر تره یې غلام احمد بلور په مرکز کې وزیر ؤ، پلار یې صوبه کې سنئیر وزیر ؤ، بل تره الیاس بلور یې سنیټیر ؤ، کاروباري تره عزیز بلور یې د کاروبار په دنیا راج کولو اؤ په دنیاوي نعمتونو دپټ اؤ موړ هارون بلور هر خواهش به د سترګو په رب کې پوره کیدلو.

په کال ۲۰۰۱ کې چې کله په پاکستان کې بلدیاتي انتخابات کیدل نو بلور کورنۍ په وړومبي ځل وغوښتل چې د غمونو نه ددغه بې غمه شهزاده په اوږو هم د سیاست بار واچوي اؤ هغه یې دغه انتخابي میدان ته راوویستلو.

په سخته مقابله کې هارون بلور دپېښور بلدیې د تر ټولو مهم واټ چې په ټاون ون یادیږي ناظم وټاکل شو .

هسې خو هغه د ناظم په منصب ناست ؤ خو طاقت ورسره د وزیرانو له کرسۍ هم زیات ؤ ځکه یې په دغه وړه کرسۍ هم دپېښور دپاره ډیر ستر ترقیاتي کارونه کړي وؤ.

خو نصیب چې پرې رانسکوروله نو بیا څوک وؤ چې ددغه بې غمه شهزاده مخې ته د راتلونکو مصیبتونو اؤ امتحانانو مخه یې نیولې وی.

دهغه د ژوند د زوال ورځې د هغه دپلار بشیر بلور د وژل کیدلو سره سمې شورو شوې،

بشیر بلور په کال۲۰۱۲م کې په یو ځانمرګی برید کې په پېښور کې ووژل شو اؤ دخپلې کورنۍ ټولې سیاسي اؤ کاروبارۍ ذمه وارۍ دهارون بلور په نازکو اوږو پنډ شوې.

خو هارون بلور چې په عمر کچه خو په ذهن پوخ ؤ دغو ټولو ذمه واریو ته یې په روڼ تندي اوږه ښکته کړه اؤ د خانۍ پځایې یې اوس د کور د یو مشر په توګه د ذمه واریو ډک نوی ژوند پیل کړو.

هارون بلور ډاډه ؤ چې که دپلار سیوری یې له سره وتروړل شو نو د زلمي رور عثمان بلور په ملاتړ به هم ددې جوګه پاتې شي چې دخپل کور، خاندان اؤ سیاست ذمه وارۍ په مخکې بوځي.

خو نصیب ته بل شان منظوره وه .

دپلار د مرګ نه پس یو دروند تندر هاغه وخت د هارون بلور په سر راپریوتو چې ناساپي غږ پرې وشو عثمان بلور د زړه د دورې له امله مړ شو

دغه غږ نه یوازې دهارون بلور بلکې دهغه د ټولې کورنۍ دملا تیر مات کړو.

حاجی غلام احمد بلور چې دصبر اؤ استقامت غر ګڼل کیږي ، دخپل زلمي وراره عثمان بلور په ناڅاپی مړینه په چغو چغو ژړل اؤ هارون بلور به خپلې سینې ته ددې تسلۍ سره جوختولو چې" زه یم کنه

دعثمان بلور د مړینې وروسته بیا د هارون بلور د ژوند اصل امتحان پیل شو.

بلور کورنۍ ته نزدې سرچینې وایي چې عثمان بلور نه پخپل ژوند کې ځینې داسې تیروتنې شوې وې چې دخپل پلار ټول مال حال اؤ شتمنۍ یې پکې دوړه شوې خو دهغه پورونه ختم نه شول.

اؤ بیا د هارون په ژوند کې تر ټولو سخته مرحله هغه راغله چې د خپل مرحوم پلار کور خرڅولو ته هم اړ شو .

د کور د خرڅون دغه مرحله له دې امله هم په هارون بلور دقیامت دسختې نه کمه نه وه چې نصیب دخپل سخت مسلم لیګي سیاسي مخالف امیرمقام مخکې ته محتاجه کښینولو اؤ دخپل سر سیوری،دخپل پلار دلاس نخښه خپل کور یې په امیر مقام وپلورلو.

کله چې هارون بلور دخپل پلار دمحل نه لکه دبېنوا فقیر دوه پښې اؤ دوه لاس دخپلو ماشومانو سره راووتلو نو په هغه ډیرې سختې ورځې راغلې،

دومره سختې ورځې چې که یو وخت کې به هر نوی ماډل ګاډی د هارون بلور دپښې لاندې ؤ بیا یو زوړ ۹۸ماډل کروله موټر کې په کرځیدو مجبوره شو . خو څوک یې هم له ځانه نه خبرول اؤ د ژوند دغه سختې ورځې شپې یې له دنیا نه یوې ډډې ته په چپه خوله زغملې.

خو بلور خاندان بیا هارون بلور ته په دغه سختو ورځو کې د مرستې لاس وروغځولو، دهغه مشر تره هارون بلوراؤ دهغه بچي خپل کور ته راوستل ،ټولو ترونو یې په ګډه پیسې راټولې کړې دهغه دکورنۍ پورونه یې خلاص کړل اؤ هارون بلور ته یې یو ځل بیا دسکون اؤ اطمینان ژوند ور په برخه کړو.

بلور کورنۍ دا ځل پئيلې وه چې د خپل سیاسي وارث په توګه به هارون بلور اسمبلۍ ته لیږي اؤ په راتلونکي کې به هغه دخپل پلار اؤ تره سیاسي مقام نیسي .

په ۲۵جولايي کیدونکو ټولټاکنو کې په پېښور کې یوازې دهارون بلور حلقه داسې وه چې ټول خلک پرې ډاډه وؤ چې دغه سیټ هارون بلور ګټلی دی،

بلکې ډیرو خلکو خو مخکې له مخکې د ګټې مبارکۍ هم ورکړې وې اؤ دهغې وجه دا وه چې یو خو په دغه حلقه ټول عمر دهغه پلار بشیر بلور ګټه کړې وه بل د هارون بلور خپل شخصیت هم داسې ؤ چې هر چا ورسره مینه کوله اؤ په هغه سر ورکولو ته تیار وؤ.

دخپل مرګ نه څو ورځې وړاندې پخپله یوه مرکه کې ښاغلي هارون بلور ویلي وؤ تیرځل خو په الیکشن کې په مونږ خودکش دهماکې کیدلې، دا ځل حالات لږ ښه دی اؤ زه باور لرم چې که حالات همدغسې ښه پاتې شول نو ای این پي به صوبه کې په غټ اکثریت سره خپل راتلونکی حکومت جوړ کړي

خو هغه ته نه وه معلومه چې حالات به خرابیږي اؤ داسې به خرابیږي چې دهغه د کورنۍ د ځوان کهول وروستۍ اسره به هم له مینځه وړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG