لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افتاب شېرپاؤ شتمنۍ نهه کروړه، د مېرمنې شتمنۍ يې دهغه نه سېوا دي


SherPao
SherPao

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاؤ د نهه کروړه او ۳۹ لاکه روپو ټولې شتمنې لري خو د هغه د مېرمن شتمنۍ د نهه کروړه او ۷۲ روپو نه سېوا دي.

د پاکستان الېکشن کمېشن ته د نامزدګۍ په اسنادو کې افتاب شېر پاؤ خپلې شتمنۍ ښکاره کړي دي.

د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه د موجودو اسنادو ترمخه افتاب شېرپاؤ په اسلام اباد کې د ۹۳ لاکه روپو کور، د ۳۰زره روپو زرعي ځمکه، د يو لاک ۳۰زره روپو سره زر او ۳۵ لاکه روپو لېنډکروزر ګاډی لري.

افتاب شېرپاؤ په بېنکونو کې اووه اکاؤنټونه او پرايزبانډونه لري، نوموړي ټولې نقدې روپۍ اووه کروړه ۷۴ لاکه او ۳۴ زره روپۍ ښودلي دي.

د افتاب شېر پاؤ مېرمن په پېښور او اسلام اباد کې کورونه او نور جايداد، سره زر، زرعي ځمکه، ګاډی، په روپو او ډالرو کې دوه بېنک اکاؤنټونه لري.

د شېرپاؤ د اسنادو ترمخه د هغه د مېرمن ټولې شتمنۍ نهه کروړه، ۷۲ لاکه او ۶۳زره روپۍ جوړيږي.

نوموړي ویلي په کال ۲۰۱۷م کې يې د تنخوا سره ټول امدن يو کروړ ۹۱ لاکه ۷۷ زره روپۍ وو او هغه د ښځې ترڅنګ ۲۹ لاکه ۴۵ زره روپۍ ټېکس ورکړی دی.

نوموړی د چارسدې ضلعې نه د قامي اسمبلۍ اېن ای ۲۳ څخه په انتخاباتو کې د کانديد په حېث برخه اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG