لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوګر: د سولې په غونډه چاؤدنه کې اته تنه، تخار کې ۱۴ سرحدي پوليس وژل شوي


د افغانستان په لوګر ولايت کې د سولې په يوه غونډه چاؤدنه کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

بل لور ته د هېواد په شمال ختيځ ولايت تخار کې په يو سرحدي پوسته د وسله والو طالبانو په بريد کې ۱۴ سرحدي پوليس وژل شوي دي.

د افغان رسنیو ترمخه په لوګر کې نن د زیارت، پنجشنبې په ورځ د صوبې چرخ ولسوالۍ کې ځوانان د سولې د غونډې په موخه راټول شوي او په دغه مهال پرې چاؤدنه شوې ده.

چارواکو د چاؤدنې نوعيت نه ښودلی خو ویلي يې دي په چاؤدنه کې څلور تنه ژوبل شوي هم دي.

تراوسه د دغه بريد زمه واري چا نه ده منلې.

بل لور ته د تخار چارواکو ويلي تېره شپه د چاه اب په ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو په سرحدي پوليسو بريد کړی دی.

چارواکو ويلي په بريد کې ۱۴ سرحدي پوليس وژل شوي او شپږ بيا نور بې درکه شوي دي.

افغان رسنيو د چارواکو له قوله ویلي په بريد کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړول شوې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله د بريد زمه واري منلې ده.

د راپورونو ترمخه تخار هم د افغانستان د هغو سيمو څخه ده چې د ناامنۍ سره مخ ده او هلته طالبان فعاليتونه لري.

طالبانو په افغانستان کې د وړوکي اختر د درېو ورځو اوربند وروستو بيرته د هېواد په بېلابیلو برخو کې د حکومتي ځواکونو پرضد وسله وال بريدونه او چاؤدنې پېل کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG