لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سولې عالي شورا: طالبان دې د افغان دولت سره  د سولې مخامخ خبرې پېل کړي


د افغانستان دسولې په تړاو د تماس نړیوالې ډلې غونډې په طالبانو غږ کړی چې له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات ترسره کړي.

دغه غونډه تېره ورځ د اذربایجان پلازمینې باکو په کوربه د یوې ورځې لپاره جوړه شوې وه.

دا خبره د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر ډاکټر اکرم خپلواک په خپل ټویټرپاڼه لیکلې ده.

دتماس نړیوالې ډلې په غونډه کې چې دنړۍ او سیمې له ۶۰ دزیاتو هېوادونو او د نړیوالو سازمانونواستازو پکې برخه اخیستې وه.

د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي په مشرۍ په پلاوي کې شاملو کسانود سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس ډاکتراکرم خپلواک او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په پاکستان کې دطالبانو سفیر عبدالسلام ضعیف ګډون درلود.

د افغان کشالې د هوارولو په اړوند د تماس نړیوالې ټولنې په یوتازه بیان کې په دې وروستیو کې دافغان حکومت او طالبانو لخوا له شوي اوربند څخه ملاتړ څرګند شوی او دا اقدام یې سولې ته دنزدې کېدو لپاره ګټور او پرځای اقدام ګڼلی دی.

دې ډلې په خپله غونډه کې په افغانستان کې د جګړې او تشدد په پای ته رسېدو اود ترهګرۍ پرضد دجدي مبارزې او په خپور شي بیان کې دسولې له روانو هڅو ملاتړ څرګند شوی او همداراز له افغان حکومت اوطالبانوغوښتي چې د سولې اخبرې اترو میز ته کښېني.

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د تماس نړیوالې ډلې په شوې غونډه کې د افغان حکومت لخوا په یواړخیز توګه د اعلان شوي اوربند ستاینه وشوه او داقدام یې د سولې د دایمي اوربند دټینګښت لپاره دافغانستان دحکومت د ژمنتیا بیلګه وبلله.

دبهرنیو چارو وزارت په تازه بیان کې راغلي چې د غنډې ګډونوالو د افغان حکومت په مشرتابه د سولې له مخامخ خبرو اترو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اود ترهګرۍ پرضد د جدي مبارزې له ترسره کېدو ځخه پریکنده ملاتړ څرګند کړ ی شو.

دتماس نړیوالې ډلې په داسې حال کې د افغانستان دسولې په پروسه کې د همکارۍ لپاره د چمتوالي او دسولې له پروسې د ملاتړ اعلان په ګډون یې له طالبانودسولې د مخامخ خبرو اتروغوښتنه وکړه چې طالبانو تراوسه د دې شوې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د سولې په تړاو د تماس نړیوالې ډلې دا لومړنۍ غونډه نه ده چې ترسره شوه ، یاده ډله چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې رامنځته شوې د هرکال په اوږدو کې دوه غونډې جوړوي او تردې دمه یې ګن شمېر غونډې دسعودي عربستان په ګډون په ګڼ شمېر هیوادونو کې د افغانستان دسولې په تړاو جوړې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG