د پاکستان د پنجاب صوبې سترې محکمې لاهور هاييکورټ د مسلم ليګ (ن) ډلې پخوانی اېم اېن ای او درې نور کسان زندان ته اچولي او يو لاک روپۍ جرمانه پرې لګولې ده. دغه سزا د عدالت پرضد د لاريون کولو په سر اورول شوې ده.
د پنجاب صوبې په قصور سيمه کې د عدالت پرضد لاريون او عدليې پرضد ويناګانو او نعرو لګولو په سر اورېدنه د لاهور هاييکورټ جسټس مظاهرعلي اکبر نقوي کړې ده.
د نوموړي قاضي په مشرۍ درې کسيزه بنچ د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ پخواني غړي شېخ احمد او هغه سره درېو نورو کسانو ته د يوې مياشتې د بند او يو يو لاک روپۍ جرمانې سزا اورولې ده.
د اپرېل د میاشتې په ۱۳م نېټه د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي په مشرۍ يو لاريون شوی په کوم باندې چې تور لګول شوی ؤ په لاريون کې د عدليې او پوځ پرضد نعرې وهل شوې وې.
د یاد لاریون پرضد لاهور هاييکورټ ته د قصور د وکيلانو د اتحاديې مشر مرزا نسيم او نورو لخوا خواست شوی ؤ چې پکې عدالت ته د لاريون کوونکو مسلم ليګ (ن) د ځايي مشرانو پرضد د عدالت د سپکاوي کولو په عمل د سزا غوښتنه شوې وه.
په خواست کې غوښتنه شوې وه چې دغه جوړ کړی شوی لاريون ؤ چې د لارې يې عدليه بدنامه کړی شي او د عدالت څخه د لاریون د مشري کوونکي د نااهله کولو غوښتنه هم شوې وه.
د راپورونو ترمخه په لاريون کوونکو ۸۰ کسانو د عدالت د سپکاوي کولو تورونه لګول شوي وو.
عدالت درې ورځې وړاندې په ياده قضيه فېصله محفوظ کړې وه.
تېره ورځ د پاکستان سترې محکمې د مسلم ليګ (ن) يو بل مشر دانيال عزيز د عدالت د سپکاوي په جرم کې د پينځه کالو دپاره د انتخابي سياست سره نااهله ګرځولی ؤ.