لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پټرول نور ګران کړی شوي


د پاکستان لنډ مهاله حکومت په ملک کې د تېلو، پټرولو بېعې سېوا کړي او د يو لېټر پټرولو نرخ ۹۹روپۍ ۵۰ پېسې ته لوړ کړی شوی دی.

د حکومت لخوا د پټرولو نوې بېعې، نرخ په سمدستي ډول عملي شوی او نن د اتوار په ورځ د جولايي د لوموړي نېټې نه به تېل په نوو بېعو خرڅيږي.

د حکومت د نوؤ بېعو ترمخه د پټرولو د يو ليټر په سر ۷ روپۍ ۵۴ پېسې سېوا کړی شوي چې ورسره د يو ليټر پټرولو نرخ ۹۹روپو ۵۰ پېسو ته ورسېدو.

ډيزل ۱۴ روپۍ ګران کړی شوي چې ورسره اوس د يو ليټر نرخ ۱۱۹ روپۍ او ۳۱ پېسو ته ورسېدو.

د خاورو تېل درې روپۍ ۳۶ پېسې ګران کړی شوي او نوی نرخ يې ۸۷ روپۍ ۷۰ پېسې شوی دی.

د لايټ ډيزلو په يو ليټر کې ۵ روپۍ ۹۲ پېسې سېوا کړی شوي او نوې بېعه يې ۸۰ روپۍ ۹۱ پېسې کړی شوې ده.

حکومت ويلي د تېلو بېعې يې ځکه سېوا کړي چې په نړيوال مارکيټ کې د تېلو نرخو نه زيات شوي دي.

د تېلو او ګېس د نرخونو د برابرولو ادارې چې د خزانې وزارت ته د تېلو د بېعو سېوا کولو کومه سپارښتنه کړې وه مرکزي حکومت هم په هغې عمل کړی دی.

پاکستان کې د تېرې يوې مودې نه د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر کميږي د کوم سره چې د خوراکي توکو او نورو ټولو څيزونو نرخونو سېوا شوي دي.

په عمومي توګه د تېلو يا پټرولو د نرخونو سېوا کېدو سره هم د خوراکي توکو څيزونه نېغ په نېغه ګرانيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG