لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې شپږ نیم میلیونه ماشومانولپاره دپولیو کمپاین پیل شو   


افغان چارواکو ویلي دناامنیو له امله شاوخوا یوملیون ماشومانوته په دې کمپاین کې دپولیو ضد واکسین نه رسیږي.

دافغانستان دعامې روغتیا وزارت دپولیو دعامه پوهاوي د برخې مسئول امرجان راسخ امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي،دپولیو په دې پینځه ورځني کمپاین کې به چې نن دوه شنبه د هیواد په ۲۷ ولایتونو کې پیل شوشپږنیم میلیونه ماشومانو ته چې عمرونه یې له له پنځوؤ کلونو څخه کم دي دپولیو څاڅکي ورکول کیږي.

نوموړي وویل"شخصا دا کمپاین د ۲۷ ولایتونو اړوند په ۲۲۵ ولسوالیو کې پلان شوی دی اوسیمې هم دپلازمینې کابل ښار په ګډون د هیواد جنوبي ،جنوب ختیز او خیتز ولایتونو شامل دي اوټولټال ۶ اعشاره ۵ میلیونه ماشومانو ته دپولیو په دې ۵ ورځني کمپاین کې د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي"

راسخ زیاته کړه هغه معلومات چې دهلمند،کندوز او ارزګان ولایتونو څخه ترلاسه کړي د پولیو کمپاین څخه د وسله والو مخالفینو دنه ملاتړاو د مخالفت له امله به نږدې یو میلیون ماشومان دپولیو ضد له پیل شوي واکسین څخه بې برخي شي.

نوموړي وویل"هغه ابتدايي شمیرې چې مونږ ترلاسه کړي دي له بده مرغه د دې دور دپولیو په کمپاین کې به د دولت دمخالفینو دنه ملاتړ له امله شاوخوا یوملیون ماشومانو ته دپولیو څاڅکي نشي رسیدلی"

له پنځوکلونو څخه کم عمرلرونکو۶ اعشاره پنځوملیونوماشومانو ته دپولیو ضد ۵ ورځنی کمپاین په داسې حال کې نن یکشنبه پیل شو چې دعامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا تردې دمه په روان ۲۰۱۸ میلادي کال کې دپولیو ۹ مثبتې پیښې رامنځته شوي چې ۵ مثبتې پیښې په کندهار،دوه په کنړ،یوپه ننګرهار او وروستي د پولیو مثبته پیښه دهلمند ناعلي ولسوالۍ څخه رپوټ شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG