د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، یوې خواته د نقیب مسید په شمول د شاوخوا څلورنیم سوه کسانو قاتل راو انوار د زندان پر ځای په کور کې ساتل شوی او لا سزا شوی نه دی، خو وایي داسې ګنګوسې دي چې هغه په ضمانت خوشي کېږي.
"زموږ معلومات دا دي چې دوی په دې عبوري [لنډمهالي] حکومت کې ده [راو انوار] ته ښه لار جوړوي، باسي یې، اوس یې هم ورکوي، بیا به یې بېخي له ملکه هم وباسي. دا کله هم موږ ورسره ونه منو، که یې داسې وکړل نو موږ به د دې فیصلې سخت مزاحمت وکړو".
پښتین پر خلکو ږغ کړی چې سبا د جولای په ۴مه چې راو انوار په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کېږي نو دوی دي هلته د عدالت مخ ته احتجاجي ناسته پیل کړي.
پښتین پر فېسبوک پخپله لایو وینا کې وویل، پاکستاني ریاست یې تر اوسه غوښتنې نه دي منلې، بلکې هڅه کوي چې دوی سره ووېشي. نوموړی وایي د پښتنو به بېلابېلو ځایونو کې د پاکستاني پوځ افسرانو خلکو ته وایي چې که ستاسې که ستونځې وي هغه به موږ حل کړو له نورو پښتنو سره ستاسې څه کار دی:
"دا د دوی ډېره لویه او اهمه پېش قدمي ده، چې یوې علاقې ته وایي ستاسې مسایل به حل کړو له نورو پښتنو سره ستاسو څه کار دی. هغوی ته ووایاست چې د پښتنو په کوم ګوټ کې هم زما پښتون ته مسئله وي هغه زما مسئله ده او زه به کلک ورسره درېږم".
په اډیاله زندان کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند کوم ۳۷ تنه بندیان وو، په هغوی کې یوه یې ډاکټر کریم مندوخېل تر را خوشي کېدو وروسته دعوه کړې وه، چې په دې زندان کې له ۵۰۰۰ بندیانو څخه ۳۲۰۰ پښتانه دي، چې وایي اکثر یې بېګناه دي خو وکیلان نه لري. منظور پښتین پخپله وینا کې وویل د اډیاله زندان د دغو پښتنو بندیانو په اړه وویل:
"که چرته داسې کسان وي چې هغه د غربت له وجې په دې نظام کې ښخ شوی وو او وکیل نه شي نیولای، نو له پي ټي ایم سره دې رابطه وکړي، موږ به ورته مفت وکیل ورکوو چې د دوی مقدمې به چلوي".
پښتین وویل د دوی مقصد دا نه دی چې موږ د مجرم ملاتړ کوو، بلکې هغه خلک چې دومره جرمونه یې نه دي کړي خو وایي مخالفین یې غټ خلک دي او دوی په حکومت نیولي دي، ځکه نو د هغوی د انصاف لپاره به مبارزه کوي.
له اډیاله زندانه را خوشي شوي ډاکټر کریم مندوخېل وي.او.اې ډیوه ویبپاڼې ته وویل، په زندان کې د بند په وخت ځینو پښتنو بندیانو ورته وویل چې په ډېرو وړو کېسونو کې بندیان دي:
"ډېر پښتانه چې عمرونه يې تر اتلس کلونو کم وو بنديان دي او ټول سخت کارونه په کوي، اتلس اتلس ساعته کيچن چلول، ګټر او ليټرين صفایي یې خاص په پښتنو کوله، دوی ته به سزاوې ورکول کېدې، چې په هغه کې له بندیانو جامې ایستل عامه خبره وه".
د پاکستان پوځ او حکومت تر اوسه د پښتین او د هغه د ملګرو د وروستیو دعوو په اړه څه نه دي ویلي، حکومت او پوځ په وار وار ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې پر ځای دي او دوی یې حل کولو ته تیار دي.