لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: پاکستان به د سفارتي‌ اړیکو په اړه په راتلونکي کې ګرانې فيصلې کوي


واشنګټن ــــ څېړونکي وايي په نړۍ کې د نویو اقتصادي او پوځي اتحادونو د جوړېدو او په خاصه توګه په منځني ختيځ کې روان حالات به د نورو هېوادونو سره سره په پاکستان هم اغېزې ولري او ياد هېواد به د ګرانو فيصلو کولو سره مخ شي.

د ممکنه ايران، ترکي او روس بلاک او امريکا، سعودي عرب او ملګرو کې به پاکستان چرته ودرېږي، په پاکستان کې د پوځي او سيمه يیزو چارو کارپوه او د پوځ پخواني بریګېډیر سعد محمد خان وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل:

"پاکستان ته به ‌‌‌‌‌‌ډېر مشکل حالات پيدا کيږي خو پاکستان له پکار دي چې په دې کې د چا هم ملګرتيا ونه کړي لکه څنګه چې په کال 2015م کې يې د يمن د جنګ په اړه پرېکړه کړې وه".

د متحده عرب امارات له خوا د اسرايل د تسليمولو په اړه سعد محمد خان وايي، له دې فيصلې سره کم نه کم دومره وشو چې متحده اماراتو اسرايل د فلسطينيانو د نورو مځکو د نيولو نه منع کړو. د ښاغلي خان په وينا دوه ملکي نظريه د شخړې حل دی او هم د دې په بنياد د فلسطين حیثیت اسرايل تسليم کړی دی.

سعد محمد خان وايي يو وخت به راشي چې سعودي عرب به اسرايل تسليم کړي خو د پاکستان په اړه انديښمن دی، وايي که موجوده وخت پاکستان اسرايل ته کومه نرمي وښودله په ملک کې د لوی اړي ګړي راتلو امکان شته.

د پاکستان او سعودي عرب تر منځ د خراب شوو تعلقاتو په حقله بریګېډیر سعد محمد وايي د دواړو هېوادونو تعلقات به ښه نه وي خو د هغه په وينا "پاکستان يو پوځي قوت دی او سعودي عرب ورته حاجتمند دی".

په نړۍ کې د نویو صف بنديانو په حقله چې مو د سياستمدار او څېړنکار افراسياب خټک نه وپوښتل نو هغه ‌وي او اې ‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل "په نړۍ کې نوې صف بندي روانه ده چې پکې چين نوی قطب رابرسېره شوی او که هر څو چين يو پوځي قوت نه دی هم خو په اقتصادي توګه يو قوت دی".

د سعودي عرب او پاکستان د تعلقاتو په اړه افراسياب خټک وايي، د اسلام اباد دا مفکوره ده چې دا دوه اړخيزه تعلق دی او که سعودي عرب پاکستان ته څه ورکوي نو په بدل کې يې پاکستانی پوځ سعودي عرب ته دفاعي چتر ورکوي:

"سعودي عرب غواړي پاکستان د چين ايران او ممکنه ترکي اتحاد ته لاړ نه شي خو ښکاري پاکستان دې ته تيار نه دی".

د منځني ختيځ په صورتحال ښاغلی خټک وايي له متحده اماراتو وروسته به سعودي عرب هم اسرايل د څه شرطونو په بنياد تسليم کړي ځکه چې وایي ترکي، ايران او اسرايل په سيمه کې پياوړي قوتونه دي او سعودي عرب ايران او ترکي نه خوښوي:

"سعودي عرب او متحده عرب امارات د ايران نه وېرېږي د اسرايل نه دومره ويره نه کوي".

د اسرايل او فلسطين د شخړې په اړه افراسياب خټک وايي، دا په دويم نړيوال جنګ او د هغې نه وړاندې د يهوديانو سره په غرب کې د شوي ناوړي سلوک ازاله وه چې اسرايل يې جوړ کړ او دغسې د فلسطنيانو مځکې قبضه کول پيل شو:

"غربي ملکونو دا زياتی وکړ چې اسرايل يې جوړولو پکار وه فلسطين یې هم ورسره جوړ کړی وای".

د پاکستان او اسرايل د ممکنه سفارتي اړيکو جوړېدلو په اړه افراسياب خټک وايي سعودي عرب پخواني پوځي امر جنرل مشرف ته ويلي وو چې اسرايل ومني خو پاکستان ونه کړه او وايي پاکستان د داخله حالاتو په وجه دا کار نه شي کولی ځکه چې جنرل ضياالحق توندلاري کرلې ده چې د افغان جنګ ورته فضا جوړه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG