د پښتنو یوه ملتپال ګوند قومي وطن پارټۍ د انتخاباتو لپاره خپله کړنلاره اعلان کړې ده، چې په هغه کې له افغانستان سره په همکارۍ د پاکستان په پښتني سیمو کې امن، له ترهګرۍ د اغېزمنو کورنیو سره د مرستې لپاره یوه اداره جوړول او افغانستان ته د چین پاکستان اقتصادي لارې د غزولو په برخه کې هڅې شاملې دي.
له پېښوره صوبايي اسمبلۍ ته کاندید د قومي وطن ګوند ایالتي سیکرتر هاشم بابر وي.او.اې ډیوه ته وویل، "په ترهګرۍ کې چې کوم کس شهید شي د هغه له خاندان سره د مرستې خبره خو کېږي، خو کوم کس چې پکې زخمي شوی دی، د هغه ژوند هم کم شوی دی او معذور هم دی".
د صوبایي خودمختارۍ، د وسایلو د وېش، په این ایف سي ایوارډ کې د پښتونخوا صوبې برخه، تعلیم، روغتیا او خلکو ته د روزګار ورکولو په اړه د قومي وطن ګوند او عوامي نېشنل ګوند کړنلاره یو ډول ښکاري.
خو د قومي وطن ګوند په کړنلاره کې دا خبره هم شامله ده، چې وایي که یې په صوبه کې حکومت جوړ شي، نو د پښتونخوا لپاره به د پاکستان خپل سرکاري ټیلویژن (پي ټي وي) جوړوي. د دې ګوند ایالتي مشر سکندر شېرپاو وایي، د صوبایي د وروسته پاته سیمو د ترقۍ لپاره به هم کار کوي:
"دا انتخابات به تاریخي وي، ځکه چې فاټا له خیبرپښتونخوا سره یو ځای شوه، مخکینۍ ایجنسۍ چې په ضلعو بدلې شوې او د صوبې برخه شوې، نو دې ته توجه ورکول ضروري دي چې دغه ضلعې د نورو ضلعو برابرې کړل شي، ځکه موږ دا د منشور حصه جوړه کړه".
په پاکستان کې زیاتره سیاسي ګوندونو په تېرو ورځو کې خپلې کړنلارې ولس ته ښوولې دي. د دې هېواد د غټو ګوندونو په کړنلارو کې هغو ستونځو ته کمه توجه لیدل کېږي، چې د پښتونخوا او بلوچستان خلک ورسره مخامخ دي، ځکه خو د پښتنو ملتپالو ګوندونو کړنلارې تر ډېره د دغو صوبو له ځایي ستونځو سره تړلې دي.
خو په پښتونخوا او بلوچستان کې پښتانه ملتپال ګوندونه د دومره زیاتو صوبایي څوکیو په ګټلو نه دي بریالي شوي، چې خپل حکومتونه جوړ کړي او کله یې چې له نورو ګوندونو سره ګډ اتحادي حکومتونه جوړ کړي دي، نو تر انتخاباتو مخکې د خپلو ټاکلو کړنلارو په بشپړ عملي کولو نه دي بریالي شوي.
قومي وطن ګوند را روانو ټاکنو ته له پښتونخوا څخه صوبایي اسمبلۍ ته یواځې له ۵۱ حلقو څخه خپل کاندیدان ټاکلي دي، له بلوچستان څخه یې صوبایي اسمبلۍ ته څلور کاندیان او قومي اسمبلۍ ته یې اووه کاندیدان درولي دي.