لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مريم نواز مېړه کېپټن (ر) صفدر اډياله زندان ته ولېږل شو


د پاکستان د پخواني وزيراعظم نوازشريف زوم او د مريم نواز مېړه کېپټن (ر) صفدر ته چې د احتساب عدالت د ايون فيلډ په مقدمه کې د يو کال بند سزا اورولې وه نن د د ګل، دوشنبې په ورځ عدالت د راولپنډۍ اډياله زندان ته ولېږلو.

صفدر پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ ځان په پېنډۍ کې د مسلم ليګ (ن) د ګڼو پلويانو په مينځ کې د نېب چارواکو ته سپارلی او ويلي يې ؤ "زه نن خپل ځان د جمهوريت په خاطر احتساب ته وړاندې کوم".

د هغه مېرمن مريم نواز چې په لندن کې ده د صفدر دغه ګام يې ستایلی ؤ.

د پاکستان د احتساب عدالت د جمعې په ورځ په لندن کې د اېون فېلډ په مقدمه کې د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف ته ۱۰ کاله، د هغه لور مريم نواز ته اووه کاله او د هغې خاوند کېپټن (ر) صفدر ته د يو کال بند سزا اورولې وه.

راپورونه وايي د اېون فيلډ په مقدمه کې اورول شوې فېصله به نن د اسلام اباد په هاييکورټ کې چېلنج کړی شي.

د يادې فېصلې وروستو مريم نواز ویلي ؤ هغه او پلار يې د جمعې په ورځ پاکستان ته ستنيږي.

پرون د اتوار په ورځ د مسلم ليګ (ن) ګوند وياندې مريم اورنګزېب ویلي نوازشريف او مريم نواز به د جمعې په ورځ د لاهور په هوايي ډګر کوزيږي.

هغې ویلي نوازشريف د عدالت فېصلې ته چمتو دی او په هغه د اېون فيلډ په مقدمه کې يوه پېسه غبن هم نه دی ثابت شوی ځکه مسلم ليګ (ن) د نېب عدالت دغه فېصله ردوي.

بل لور ته د لنډ مهاله حکومت د اطلاعاتو وزیر علي ظفر ويلي قانون د ټولو دپاره يو شان دی او د عدالت په فېصلو عمل کولو د لنډ مهاله حکومت زمه واري ده.

هغه ویلي د نوازشريف او مريم نواز ملک ته په ستنېدو به د هغوي د نيولو په اړوند ټولې قانوني تقاضې پوره کولی شي.

XS
SM
MD
LG