پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې (نېکټا) ويلي اسفنديار ولي خان، افتاب شېرپاؤ، عمران خان او اکرم خان دراني په ګډون شپږو کسانو ته په انتخابي کمپاين کې د ترهګرو بريدونو ګواښونه دي.
د ډان د خبر ترمخه د نېکټا مشر عبېد فاروق د سېنېټ د کورنيو چارو کمېټۍ ته په احوال تېرولو کې سياسي مشرانو ته په انتخابي کمپاين کې د ګواښونو خبره کړې ده.
کمېټۍ ته ويل شوي "د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان او امير حېدر خان هوتي، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاؤ، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان، د جمعيت علمااسلام (ف) اکرم خان دراني، د حافظ سعيد زوی طلحه سعيد، د پاکستان پيپلزپارټۍ او د مسلم ليګ ن مشرتابه ته ګواښونه دي".
نوموړي ویلي د کورنيو چارو مرکزي او صوبايي وزارتونو ته يې په دغه اړوند د ګواښ ۱۲ خبرتياوې ورلېږلي دي.
د کمېټۍ مشر سېنېټر رحمان ملک په ګواښونو د اندېښنې څرګندونه کړې او د کورنيو چارو وزارت ته يې لارښوونه کړې چې د سياسي ګوندونو د مشرانو دپاره دې پوره امنيتي ګامونه پورته کړی شي.
د نېکټا ترمخه پرون د ګل، دوشنبې په ورځ اسلام اباد کې د ادارې په مرکز کې د کورنيو چارو لنډ مهاله وزير، اعظم خان په مشرۍ يوه لوړ پوړې غونډه کې د انتخابي کمپاين او انتخاباتو په مهال د امنيتي وضعې جاج اخستل شوی دی.
د نېکټا ناظم، کوارډينېټر ډاکټر سليمان خان هم په دغه غونډه کې د انتخاباتو د کمپاين په مهال د ترهګرۍ او بدامنۍ د پېښو د ګواښ خبره کړې ده.
په غونډه کې د انتخاباتو او د کمپاين او امنيت دپاره د ګامونو پورته کولو په سر خبرې او لارښوونې شوي دي.
د کورنيو چارو وزير اعظم خان ويلي، " مونږ بايد د فرقه ييزه او مذهبي شخړو ښکار نه شو کومې چې د امنيت په لار کې خنډان جوړیږي، مونږ بايد بې طرفه پاتې شو او د چا په فشار کې را نه شو".
هغه ويلي د ګواښونو په ترڅ کې به کلک امنيتي ګامونه پورته کولی شي.