د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د نهې، سه شنبې په ورځ بيلجيم ته د نېټو غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون دپاره روان شوی دی.
ارګ ويلي، "د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون او وينا لپاره د بلجيم بروکسیل ښار ته ولاړ".
د راپورونو ترمخه د نېټو په دغه غونډه کې به په افغانستان کې د نېټو غړو هېوادونو د ځواکونو او افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په اړوند بحثونه کيږي.
اشرف غني په داسې کال کې د بروکسل سفر کړی چې پرون د ګل، دوشنبې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د کابل سفر کړی افغان ولسمشر او اجرايي رئيس سره يې ليدلي دي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې افغان صدر او د امریکې د بهرنیو چارو وزیر په دغه ليدنه کې د سولې په بهیر چې د افغانو په مشرۍ وي، او د بریالي ډزبندۍ په اړوند خبرې اترې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، له صدر غني سره په لیدنه کې وویل "ډیری طالبان په دې ټکي پوهیدلي دي چې له پوځي لارې نشي کولای بریالي شي".
ښاغلي پومپیو زیاته کړې چې دا خبره تر ډیره حده، د صدر ټرمپ په سټراټیجۍ او د صدر غني لخوا د ډزبندې په اعلانېدو پورې مربوط کیږي.
د نېټو ځواکونو ستر سیکرټر جیمز سټولټنبرګ د روژې په وروستيو او اختر په موقع د ولسمشر غني له خوا د اوربند د اعلان هرکلی کړی او دا یې د طالبانو لپاره د امن مذاکراتو ښه موقع بللې وه. ښاغلي سټولټنبرګ پر ټویټر لیکلي ؤ،
"دا د طالبانو لپاره یوه بېسارې موقع ده که دا وښيي چې ګواکې دوی یو پرامنه مستقبل غواړي، کوم چې د افغان ولس غوښتنه او حق دی".