لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له بلوچستانه په لومړي ځل صوبایي او قومي اسمبلۍ ته ۳۴ ښځې کاندیدانې دي


د پاکستان له وروسته پاته بلوچستان صوبې څخه په لومړي ځل په عامو انتخاباتو کې د ګډون لپاره له ځانګړو څوکیو پرته ۳۴ ښځو له سیاسي ګوندونو او په ازاده توګه هم ځانونه کاندیدان کړي دي. د صوبایي اسمبلۍ پر ۵۱ څوکیو باندې ۲۸ او د قومي اسمبلۍ پر ۱۶ څوکیو باندې ۶ ښځې په ټاکنو کې برخه اخلي.

د صوبایي اسمبلۍ پخواني سپیکره راحیله درانۍ یواځینۍ ښځه ده چې صوبایي او قومي دواړو اسمبلیو ته یې ځان له کوټې ښار څخه کاندید کړی دی. راحیله وایي ښځو ته هغه وخت خپل حقونه ورکول کېدای شي چې دوی پخپله پارلمان ته منتخب شي:

"د ښځو پر ځانګړو چوکیو به چې موږ ټاکل کېدو نو نارینه وو به ډېر توپیري چلند راسره کاوه او راته ویل به یې چې تاسې خو پر ذکاتي سیټونو اسمبلۍ ته راغلې یاست".

د ښځو د حقونو او د بشري حقونو فعاله ثناء درانۍ هم له یوه نوي سیاسي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ څخه صوبایي اسمبلۍ ته کاندیده ده. ثناء وایي د بلوچستان په سیاست کې ښځې تر پخوا زیاتې شوې دي. له وي.او.اې ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې هغې وویل که په ټاکنو کې بریالۍ شوه نو لومړی کال به یې د ښځو اقتصادي حالت ښه کول وي:

"زه لومړی دا غواړم چې د ښځو اقتصادي حالت سم سي، موږ به دوی ته کوشنۍ کوشنۍ منصوبې جوړوو، ټرېننګ به ورکوو، کوشني یونټونه او فیکټرۍ به ورته خلاسوو چې بیا دوی په کورونو کې ناستې وي او ځان ته یو روزګار پیدا کړي".

د ازادو او له درغلۍ پاکو ټاکنو نیټورک (فافین) غړی نصرالله بړېڅی وایي، په انتخاباتو کې د ښځو کاندیدېدل ډېر زیات ارزښت لري:

"په انتخابي بهیر کې د ښځو ګډون او له خلکو سره راسه درسه، له هغوی ووټونه غوښتل او د خلکو له خوا د نماینده یا امیدوار په توګه د هغوی د قبلولو عمل په راتلونکو ټاکنو کې ډېر زیات اهمیت لري".

نصرالله بړېڅی وایي په بلوچستان کې سیاسي ګوندونه چې مذهبي او ملتپال ګوندونه هم پکې شامل دي عموماً ښځو ته پر عمومي څوکیو د کاندیدېدو لپاره ټکټونه نه ورکوي:

"سیاسي ګوندونو هم له مجبورۍ پینځه فیصده ښځو ته پر هغو حلقو ټکټونه ورکړي دي چې اکثریت یې شاید ونه ګټي، خو که دا عمل دغسې روان وي نو بل وار به په انتخاباتو کې ښځې پر هغو حلقو ځانونه کاندیدوي چې ګټلای یې شي".

د پښتنو ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا تور ردوي چې ګواکې دوی پر عمومي څوکیو ښځې نه دي درولې. د دې ګوند صوبایي مشر سنېټر عثمان خان کاکړ وي.او.اې ډیوه ته وویل:

"په کوهلو او سیوۍ کې پر جنرل سیټونو زموږ خویندې صوبایي اسمبلۍ ته ولاړې دي، د پښتنو سیټونه ډېر کم دي، نو له دې تناسبه چې یې را واخلې موږ لس فیصده ښځې درولې دي".

په پاکستان کې د انتخابي قانون د ۲۰۱۷م کال د مادې له مخې هر سیاسي ګوند باید په عامو انتخاباتو کې د کاندیدېدو پینځه فیصده کوټه ښځو ته ورکړي او په هره انتخاباتي حلقه کې که په ټاکنو کې ۱۰ فیصده ښځو په ټاکنو کې برخه نه واخیسته نو هلته به ټاکنې په دویم ځل کېږي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG