د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د حیات پرېغل د نیول کېدو او د عدالت له خوا راو انوار ته د ضمانت ورکولو په ضد سبا د شورو- چارشنبې په ورځ په ټول پاکستان کې د احتجاجونو اعلان وکړ.
ښاغلي پښتین وویل، د پاکستان په آیین کې چې خپل ولس ته کومې اسانتیاوې دي هغه دوی ته ورکول کېږي خو سزاوې یې ورکول کېږي. پښتین تور پورې کړ چې وایي د راو انوار تر شا که پوځ او استخباراتي ادارې نه وای، نو عدالت به له هغه سره دومره نرم چلند نه کولای:
"دلته یو پر څوکۍ ناست وزیراعظم ته سزا ورکول کېدای شي، خو که قاتل وي او د ادارو [استخباراتو] په لاس کې وي نو هغه ته سزا نه شي ورکول کېدای".
ښاغلي پښتین پر فېسبوک په خپله اوږده وینا کې له خپلو پلویانو وغوښتل، چې د کراچۍ په شمول د پاکستان د ټولو ښارونو د پریس کلبونو مخې ته را ووځي او د حیات پرېغل د غیرقانوني تښتونې او د راو انوار د ضمانت په ضد خپل پرامن احتجاجونه وکړي.
پښتین وویل چې یو ځل د جلسو لړۍ پیلوي او لومړۍ جلسه به یې د جولای په ۱۵مه په ډېره اسماعیل خان ښار کې وي، چې وایي د خپلو نورو غوښتنو تر څنګ به پکې د حیات پرېغل د را خوشي کېدو غوښتنه هم کوي. پښتین وایي درې څلور ښارونه صرف جلسو ته پاته دي پینځم د فاټا جلسې دي دا چې څنګه پوره کېږي داسې به د یوې جلسې په پای کې د بلې جلسې اعلان کېږي او تسلسل به یې روان وي:
"اخري انجام به د اسلام اباد په طرف تګ وي خو دا ځل داسې تګ نه دی، دا تګ به انقلابي تګ وي، دا تګ به د لکونو په شکل کې وي او ټول به خپلو کورونو ته تالې اچوي واړه زاړه زنانه به له خپلو کورونو د اسلام اباد په لور مارچ شروع کوي".
منظور پښتین وویل نه یواځې یې غوښتنې نه منل کېږي بلکې ملګري یې په غیرقانوني توګه نیول کېږي او تشدد ورباندې کېږي. ده پر خپلو پلویانو ږغ وکړ چې خپل ملګري نیول کېدو ته پرې نه ږدي:
"دوی نیول کوي زه ورته تیار یم ټول ملګري ورته تیار دي، دوی وژل کوي موږ ورته تیار یو، موږ یو ځل په انساني تګلاره دا ګوره که حقوق ملاوېدل، دغې خاورې او قام ته چې د کوم عمل ضرورت شي زه به اعلان کوم، زه به په مخ کې یم، هغه که غرونو ته ختل او د وینو تویېدل وي".
د سیند د ترهګرۍ ضد عدالت د نهې- سه شنبې په ورځ راو انوار ته د هغه د درخواست په ځواب کې د ضمانت ورکولو امر وکړ، چې نه یواځې د نقیب مسید کورنۍ دا له انصافه لرې پرېکړه وبلله، بلکې پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان سیاستوالو، د بشري حقونو فعالانو او عامو خلکو هم دا پرېکړه وغندله.