لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جندول: ټیک ټاک نه د منعې کولو په سر تنکي ځوان خپل پلار وژلی، مور یې سخته ژوبله کړې ده


د پولیسو په وینا په دغو ډزو کې دحسنین پلار شیرباز خان په ټکي مړ شوی او مور یې سخته ژوبله شوې ده چې هسپتال کې یې ډاکټران حالت ډاډمن نه بولي
د پولیسو په وینا په دغو ډزو کې دحسنین پلار شیرباز خان په ټکي مړ شوی او مور یې سخته ژوبله شوې ده چې هسپتال کې یې ډاکټران حالت ډاډمن نه بولي

پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په کوز دیر جندول مایار سیمه کې د ټولنېزو رسنیو ایپ ټیک ټاک نه په منعې کولو یو اتلس کلن زلمي پخپل مور او پلار ډزې کړي چې له امله یې پلار په ټکي ساه ورکړې ده او مور یې سخته ژوبله شوې ده.

د مایار پولیس تاڼې د پلټنو د څانګې افسر انسپکټر شیر بهادر خان رسینو ته ویلي دا پېښه د مایارو په ګمبیر سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه ویلي له پېښې سمدستي وروسته پولیس موقعې ته رسیدلي، پخپل مور او پلار ډزو کې ککړ اتلس کلن زلمی حسنین یې نیولی او د هغه مور یې په سخت ژوبل حالت کې د علاج لپاره وړومبی د مایارو او بیا د تیمرګرې روغتون ته رسولې ده.

د پولیسو دغه افسر وایي د وړومبیو پلټنو نه ورته معلومه شوې ده چې پېښه د ټولنیزو رسنیو د ایپ ټيک ټاک نه د منعې کولو په لانجه رامنځته شوې ده.

د شیربهادر خان په وینا د حسنین پلار شیرباز خان خپل زوی د ټیک ټاک له کارولو منعې کولو او د شپې یې ترې موبایل اخستی و، خو سهار چې بیا حسنین د خپل پلار نه بېرته موبایل غوښتو او پلار یې نه ورکولو، نو په دې حسنین له غصه ورغلې ده او پخپل مور او پلار یې ډزې کړې دي.

د پولیسو په وینا په دغو ډزو کې د حسنین پلار شیرباز خان په ټکي مړ شوی او مور یې په سخته ژوبله شوې ده چې هسپتال کې یې ډاکټران حالت ډاډمن نه بولي.

پولیس وایي د ملزم حسنین خلاف یې مقدمه درج کړې ده او د پېښې نورې پلټنې هم کوي.

په عین حال کې د پېښور پولیس وایي د دیر سیمې سره تړاو لرونکی د دیني مدرسې یو تښتول شوی طالبعلم یې د تښتوونکو له منګولو راخلاص کړی دی.

د اتوار په ورځ د پېښور د صدر سرکل د پولیسو مشر ډي ایس پي ملک حبیب رسنیو ته ویلي چې د دیر د پاتراک سیمې اوسیدونکی یو شل کلن ځوان عدنان په ټولنیزه رسنۍ فیس بک د دوستۍ جوړیدو نه وروسته تښتوونکو په 20مه جنورۍ د پېښور د انقلاب پولیس تاڼې د حدودو نه تښتولی ؤ.

هغه وویل تښتوونکو د عدنان سره په فیس بک دوستي جوړه کړې وه او د دغو دوستانو له جملې څخه د صدام په نوم یو تن هغه په بهانه پېښور ته رابللی و او بیا یې قبایلي ضلعې ته تښتولی ؤ.

د پولیس ډي ایس پي په وینا د عدنان د خوشې کولو په سر تښتوونکو د هغه د کورنۍ نه د دریو لکو ډالرو د تاوان غوښتنه کوله او په عدنان به یې تشدد کولو او بیا به یې د هغه د چغو غږیز پیغامونه د هغه کورنۍ ته لیږل.

نوموړي وویل تښتوونکو عدنان د خېبر د تېره او د اورکزو په غرونو کې ساتلی و خو تېره ورځ پولیسو د هغه د خلاصون لپاره عملیات وکړل او دغه شل کلن زلمی یې د تښتوونکو له منګولو راخلاص کړو.

د ملک حبیب وینا وه چې د عملیاتو په مهال تښتوونکي د پولیسو نه په تېښته بریالي شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG