لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دننګرهار دپوهنې په مدیریت ډله ییز برید کې ۱۰ کسان وژل شوي


دافغانستان دننګرهار ولایت سرښار جلال اباد کې د پوهنې په مدیریت ډله ییز برید شوی چې پکې ۱۰کسان وژل شوي اؤ پ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

دننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږګیاڼی خبریالانو ته ویلي چې دسه شنبې په سحر یو ځان مرګی اؤ څو نور وسله وال د ننګرهار په پینځمه امنیتي حوزه کې د پوهنې مدیریت ته ورننوتل اؤ دغلته موجود خلک یې ترغمل کړل.

هغه ویلي دپېښې سره سم په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه هم سیمې ته ورسیدل اؤ د ترهګرو سره یې تر پینځوؤ ساعتو اوږده جګړه وکړه.

د والي ویاند پخلی کړی چې په دغه برید کې ۱۰ کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي اؤ برید د ځان وژونکي په وژنې سره پایې ته رسیدلی دی.

د پوهنې د ریاست ویاند اصف شینواري ویلي چې برید کوونکو وړومبی د پوهنې د مدیریت ساتونکی په دروازه کې ووژلو اؤ له هغې وروسته ښاري مدیریت ته دننه شول اؤ ناتاره ډزې یې پیل کړې.

ددغه برید مسولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخستی خو له دې وړاندې افغانستان کې په بیلابیلو ادارو د ترسره شوؤ دغو رقم زیاتره بریدونو پړه طالبانو پغاړه اخستې ده.

دا برید په داسې حال کې شوی چې یوه ورځ‌ دمخه دسعودي عرب په جده ښار کې د ۳۳ؤ اسلامي هیوادونو دیني عالمانو غونډه کړې اؤ په تندروه ډلو یې غږ کړی چې افغانستان کې روانې بې مفهومه جګړې څخه لاس واخلي.

د سعودي عرب د مسجدالحرام اؤ مسجد نبوي امامانو هم تیره میاشت پخپلو خطبو کې افغانستان کې د امن په ټینګښت ټینګار کړی ؤ خو طالبانو ویلي دوئ به ترهغې د جګړو نه لاس نه اخلي ترڅو چې بهرني ځواکونه په بشپړ ډول دافغانستان څخه وتلي نه وي.

افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته دا وړاندیز هم کړی چې دسولې دپاره هغه چمتو دی چې افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو د رول په ګډون طالبانو سره دهغوئ په ټولو شرطونو خبرې وکړي خو طالبانو د اشرف غني د سولې وړاندیز رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG