لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دناټو سرمشریزه غونډه کې دافغانستان وضعیت څیړل کیږي


د لویدیزو هیوادونو ددفاعي ائتلاف ناټو دغړو هیوادونو سرمشریزه غونډه کې په دوهمه ورځ دافغانستان به وضعیت غور روان دی اؤ دناټو مشر جینز اسټالټن وایي چې په دې غونډه کې به د ناټو غړي هیوادونه کال۲۰۲۴م پورې دافغان ځواکونو مالي همکارۍ ته تشویقولی شي.

دناټو کلیزه سرمشریزه غونډه د چهارشنبې په ورځ په برسلز کې پیل شوې چې ددې سازمان د۲۹غړو هیوادونو سرمشران اؤ لوړ پوړي چارواکي پکې برخه لري.

ټاکل شوې چې ددوهمې ورځې غونډه کې به دافغانستان د ولسمشر اشرف غني په ګډون دناټو د ائتلافي هیوادوو ځینې سرمشران هم برخه ولري.

په دې غونډه کې به دافغانستان د روان وضعیت په بیلابیلو اړخونو غور اؤ بحث کیږي.

دا مهال ناټو هر کال دافغان ځواکونو په پیاوړتیا شاخوا یو ارب ډالر مصرفوي اؤ د ناټو مشر وایي هڅه به وشي چې تر راتلونکو څو کلونو دناټو غړي هیوادونه افغان ځواکونو سره خپلې دغه مرستې ته په دوام ورکولو اماده کړي.

دافغانستان په اړوند دناټو ددې غونډې نه یوه ورځ وړاندې برتانیې افغانستان ته دخپلو نورو ځواکونو لیږلو اعلان هم کړی ؤ.

برتانوي صدراعظمې تهریسامی خبریالانو ته ویلي افغانستان کې د ناټو ماموریت دپاره به برتانیه خپل ۴۴۰ نور پوځيان افغانستان ته ولیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG