لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د بازار تګلارې په انتخاباتو کې د تحریک انصاف ګوند د بریالیتوب پېشبیني کړې ده


په داسې حال کې چې په پاکستان کې عام انتخابات په را نیژدې کېدو دي، په سویټزرلېنډ کې موجود د سرمایه کارۍ یوه نړیوال بېنک یو رپوټ خپور کړی او په هغه کې دا پېشبیني شوې ده چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند به راتلونکې ټاکنې وګټي.

د 'کریډیټ سویس' په نامه دې بېنک په خپل تفصیلي رپوټ کې- چې "د پاکستان د بازار تګلاره" نومېږي- تر ټاکنو مخکې منظرنامې او د سیاسي ګوندونو کمپاین ته په کتو امکان څرګند کړی، چې کېدای شي تحریک انصاف ګوند په پاکستان کې له نورو ګوندونو سره په ګډه اتحادي حکومت جوړ کړي.

دا چې تحریک انصاف ګوند به څنګه وکولای شي چې د ټاکنو تر ګټلو وروسته حکومت جوړ کړي، په رپوټ کې د انتخاباتو د امکاني نتایجو منظرنامه په لاندې ډول وړاندې شوې ده:

۱- د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ له متحده قومي غورځنګ، پاکستان سرزمین ګوند او نورو ګوندونو سره ګډ اتحادي حکومت:

رپوټ تمه څرګندوي چې کېدای شي تحریک انصاف ګوند په ټاکنو کې ۳۴ فیصده بریالی شي او د قومي اسمبلۍ ۹۲ څوکۍ وګټي. وایي په دې اساس ۶۰ فیصده امکان دی چې دغه ګوند به یو اتحادي حکومت جوړ کړي.

رپوټ وایي د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ جوړ اتحادي حکومت که په ټیکسونو کې اصلاحات راوستل، د ریاستي ادارو د تاوانونو مخنیوی یې وکړ او د انرجۍ د برخې کمزورۍ یې ختمې کړې، نو سرمایه کارۍ ته به وده ورکړي.

'کریډیټ سویس' په همدې بنیاد پېشبیني کوي چې تر انتخاباتو وروسته به د پاکستان اقتصادي بازار له ۸ تر ۱۰ فیصده وده وکړي، وایي بیا نو تحریک انصاف ګوند ته پکار ده چې په لومړیو سل ورځو کې د ټیکسونو او د ادارو د اصلاحاتو په برخه کې کلک ګامونه واخلي او د بازار حالت پر ځای وساتي.

۲- د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ له پاکستان پیپلز ګوند، متحده قومي غورځنګ، پاکستان سرزمین ګوند او نورو ګوندونو سره ګډ اتحادي حکومت:

رپوټ وایي کېدای شي په دې حالت کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پاکستان پیپلز ګوند ته د مرستې سترګې ور واړوي چې څوکۍ یې زیاتې کړي، خو وایي د دې امکان لږ او یواځې ۱۵ فیصده دی.

رپوټ زیاتوي چې دا حالت ممکن د پاکستان پر اقتصاد منفي اغېز ولري ځکه چې وایي دا به ناڅرګندو اقتصادي پالیسو ته لاره هواره کړي، د اتحادي حکومت پر دوام به پوښتنې را پورته کړي او همدارنګه د ټیکس په برخه کې پر اصلاحاتو او د ریاستي ادارو پر شخصي کولو به جوړجاړی سره وکړي.

۳- د مسلم لیګ نواز ګوند په مشرۍ له پاکستان پیپلز ګوند، مذهبي ګوندونو او ازادو کاندیدانو سره ګډ اتحادي حکومت:

رپوټ وایي په درېیم حالت کې کېدای شي مسلم لیګ نواز ګوند په ټاکنو کې ۲۷ فیصده بریالی شي او د قومي اسمبلۍ ۷۳ څوکۍ وګټي، وایي په داسې حال کې که تحریک انصاف ګوند د اتحادي حکومت په ساتلو کې ناکامه شي، نو مسلم لیګ نواز ګوند ۲۵ فیصده دا چانس لري چې خپل اتحادي حکومت جوړ کړي.

رپوټ وایي دا نتیجه به د پاکستان اقتصاد ته له دې امله ګټوره وي چې د بیارغونې او انرجۍ تر څنګ به د تجارت په اړه تګلارې هم پکې دوام ولري، خو وایي د تفاهم د نشتوالي له کبله به د ټیکس په برخه کې اصلاحات او د ادارو شخصي کول په ځنډ سره وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG