لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ: د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې مو د انتخاباتو کمپاین ته خنډونه جوړوي


له شمالي وزیرستان څخه په عامو انتخاباتو کې د پاکستان قومي اسمبلۍ ته کاندید د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی محسن داوړ وایي، له سیمې یې تر دېرشو زیات کسان ټاکنو ته کاندیدان دي، خو وایي یواځې د ده انتخابي کمپاین له ستونځو سره مخ دی.

محسن داوړ د وي.او.اې ډیوه له خبریالې سعدیه قاسم شاه سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د ده د کمپاین په مخ کې ځکه خنډونه جوړېږي چې وایي دی د پښتون ژغورنې غورځنک فعال غړی دی:

"زما رېلي چې پر کوم چیک پوسټ تېرېږي په هغې انتظار زیات کېږي او تلاشي یې هم زیاته اخیستل کېږي، زما پوسټر یا تصویر چې پر کومه رکشه یا موټر باندې لګېدلي وي نو هغه تحصیل ته دننه هم نه پرېښوول کېږي، چې هره بهانه په لاس ورځي د خلکو د تنګولو کوشش کوي".​

ښاغلی داوړ وایي خپلو پلویانو ورته په وار- وار شکایت کړی، چې د پوځ او استخباراتي ادارو کسان په شمالي وزیرستان کې د ده انتخابي دفترونو ته ورځي، له خلکو تصویرونه اخلي او معلومات ځنې غواړي او د هغوی د وېرولو هڅه کوي، خو وایي دوی پرېکړه کړې ده چې د ووټ په وسیله پاکستاني ریاست ته د خپلو خلکو رایه څرګنده کړي.

محسن داوړ وایي په شمالي وزیرستان کې اوسه هم کله- کله ګرځبندیز یا کرفیو لګېږي. وایي د انتخاباتو لپاره د ښځو د ووټ اچولو مرکزونه دومره لرې جوړ کړل شوي دي، چې خلک به تر چیک پوسټونو په ور تېرېدو کې له ډېرو ستونځو سره مخ وي. ښاغلی داوړ وایي چې که په انتخاباتو کې د ښخو په ګډون کې کمی راغی نو ذمه وار به یې د انتخاباتو کمېشن وي:

"ښځو ته یې پولنګ سټېشنونه دومره لرې ورکړي دي چې دوی غوښتي دا دي چې هغوی بېخي ووټ ته را نه شي، بیا دوی پولنګ سټېشنونه په تحصیل کې دننه ورکړي چې هلته په ورتګ سره ډېر زیات وخت لګېږي، تالاشۍ اخیستل کېږي او په دې ګرمۍ کې ډېر غټ- غټ کتارونه وي چې په دې ګرمۍ کې څوک نه شي درېدلای".

محسن داوړ وایي دا ځل انتخابات تر پخوا ډېر بدل دي ځکه چې وایي په سیمه کې یې تر جګړو او پوځي عملیاتو وروسته په خلکو کې سیاسي پوهه راغلې ده. محسن تور لګوي چې دا ځل هم په ټاکنو کې د خلکو د ووټونو د اخیستلو لپاره پیسې لګول کېږي،‌ خو وایي خلک به دا ځل هغه چاته ووټ ورکوي چې سیمې ته یې د امن په راوستلو او د تعلیم، روغتیا او نورو ستونځو په هوارولو کې سنجیده وي.

که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غیرسیاسي او غیرپارلماني تحریک دی او په ټاکنو کې د خپلو فعالو کسانو ملاتړ نه کوي، خو د محسن داوړ په انتخابي کمپاینونو کې اکثر د دې تحریک ځوانان لیدل کېږي چې سرې پښتینۍ خولۍ یې پر سر کړې وي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG