لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کندز کې ۳۶ تندلاري وسله وال وژل شوي


د افغانستان د جنوبي ولايت کندز چارواکو ويلي د افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۳۶ تندلاري وسله وال وژل شوي دي.

چارواکو ويلي د خالي، شنبې په ورځ د چاردرې په ولسوالۍ کې ترسره شوؤ هوايي بريدونو کې د طالب وسله والو پټې ځالې په نخښه کړی شوي او د وژلو سره يې لس تندلاري ژوبل شوي هم دی.

ځايي پوليس مشر ويلي په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اړول شوې خو نوموړي په عملياتو کې عامو خلکو يا امنيتي ځواکونو ته د اوښتي زیان په اړوند څه نه دي ويلي.

د افغانستان د دفاع وزارت په ټويټر ویلي د غزني ولايت په مرکز اجرستان او اندړ کې په هوايي بريدونو کې ۴۵ ترهګر وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

دغه ډول په مېدان وردکو کې د لسو تندلارو د وژل کېدو ادعا شوې او په ارزګان کې د اووه ترهګرو د وژل کېدو ويل شوي دي.

پرون د خالي، شنبې په ورځ د افغانستان د دفاع وزارت ويلي ؤ چې د افغان ځواکونو په عملياتو کې د طالبانو، داعش او حقاني ډلې د شبکې ۱۶۲ ترهګر وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG