لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وزیرستان او پېښور کې د صوبایي او قومي اسمبلۍ کاندیدانو ته خنډونه او خطرونه


په پاکستان کې پر کاندیدانو د ترهګرۍ بریدونو که یوې خواته تر عامو انتخاباتو مخکې د امنیت په اړه اندېښنې پیدا کړې، بلې خواته کاندیدانو د امنیت تر څنګ د خپلو انتخابي کمپاینونو په مخ کې د نورو خنډونو شکایتونه هم کړي دي.

له جنوبي وزیرستان څخه د پاکستان قومي اسمبلۍ ته کاندید جمال مالیار وایي، ملګرو ته یې د پاکستاني پوځ له خوا ګواښونه کېږي او په مکین کې د دوی انتخابي دفترونه نه پرېږدي.

جمال مالیار د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا کاندید دی خو په دې وروستیو کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ په احتجاجونو او جلسو کې هم فعاله ونډه اخیستې ده.

ښاغلي مالیار پر خپله فېسبوک پاڼه په جلا- جلا پوسټونو کې لیکلي دي چې د انتخاباتو لپاره د کمپاین په مخ کې حکومت او پوځ ورته خنډونه جوړوي. نوموړی وايي پوځ یې دفتر محاصره کړی او د ده ملګرو ته یې ویلي، چې د ده [جمال] ملاتړ دې نه کوي:

"پوځ وایي چې په مکین کې به د پښتونخوا [ملي عوامي ګوند] دفتر نه وي، ملګرو ته یې ډېرې دهمکۍ ورکړې دي خو موږ به په میدان کلک ولاړ یو".

بل لور ته له پېښور څخه صوبایي اسمبلۍ ته د سیک مذهب یوه کاندید رادېش سینګ هم ویلي، چې په ټاکنو کې د برخې اخیستو په مخ کې ستونځې ورته جوړېږي. رادېش سینګ لومړنی سیک دی چې په عمومي څوکۍ انتخاباتو ته په ازاد حیثیت ولاړ دی، خو هغه وي.او.اې ته ویلي، ناڅرګندو کسانو په ټلیفون ورته ګواښ کړی، چې له ټاکنو دې لاس واخلي که نه و به وژل شي.

رادېش سینګ وایي پر ټولو خطرونو برسېره یې هم خپل انتخابي کمپاین ته دوام ورکړی او په هر حال کې به په ټاکنو کې برخه اخلي.

څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه بل فعال غړي محسن داوړ- چې له شمالي وزیرستانه قومي اسمبلۍ ته کاندید دی- هم شکایت کړی وو، چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې یې پلویان د انتخاباتو لپاره کمپاین ته نه پرېږدي.

محسن داوړ له وي.او.اې ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو، په شمالي وزیرستان کې چې پر کوم موټر یا رکشه د ده د انتخاباتو عکسونه او اشتهارونه لګېدلي وو هغه تحصیل ته دننه نه پرېښوول کېږي.

په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د انتخاباتو د کمپاین په مخ کې د خنډونو پېښولو د دعوو په اړه د پوځ او حکومت له خوا څه نه دي ویل شوي.

په پاکستان کې عامو انتخاباتو ته لس ورځې پاته دي خو د دې هېواد نورو سیاستوالو هم د انتخاباتو د کمپاین په مهال اندېښنې څرګندې کړې او تور لګوي چې د ځینو ځانګړو ګوندونو د کامیابۍ لپاره هڅه کېږي چې نور ګوندونه له انتخابي هلو ځلو را وګرځول شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG