لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احمدي فرقې په انتخابي فهرست کې د نفرت پر سر د پاکستان له انتخاباتو بایکاټ اعلان کړ


واشنګټن ـــ په پاکستان کې له اقلیتونو سره د توپیري چلند او په انتخابي عمل کې د کرکې په بنیاد د دې هېواد د یوې ځانګړې مذهبي فرقې خلکو احمدیانو له را روانو عامو انتخاباتو څخه بایکاټ اعلان کړی او له خپلو خلکو یې غوښتي چې د جولای پر ۲۵مه په ټاکنو کې برخه وا نه خلي.

د احمدي فرقې ویاند سلیم الدین رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، دوی ځکه په ټاکنو کې برخه نه اخلي، چې وایي د پاکستان د ټولو خلکو لپاره ګډ انتخابي فهرست جوړ کړل شوی، خو د مذهبي تفرقې په بنیاد د دوی لپاره ځانګړی فهرست جوړ شوی دی:

"د احمدیانو لپاره د ووټ ورکولو بېل فهرست جوړ شوی، چې ورته لیکل شوي (قادیانی سړی/ ښځه)، په مذهبي بنیاد دا 'توپیري چلند' یو قصدي عمل دی چې مقصد یې له انتخابي بهیره د احمدیانو ایستل دي".

ښاغلي سلیم الدین د شورو- چارشنبې په ورځ له وي.او.اې سره په مرکه کې وویل، چې د احمدي فرقې خلک تل د پاکستان په جمهوري عمل کې بشپړه برخه اخلي، خو وایي په انتخابي قوانینو کې د ځینو توپیري او له کرکې ډک چلند په بنیاد یې پرېکړه کړې، چې په را روانو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

سلیم الدین وایي په هېواد کې چې انتخابي فهرستونه جوړېږي نو یو عمومي فهرست وي چې د دې هېواد ټول مسلمانان، عیسایان، هندوان او سیکان پکې شامل وي، خو وایي یو بېل فهرست یې هم جوړ کړی چې په هغه کې یې یواځې احمدیان شامل کړي دي.

"دا ګام زموږ په ضد په مرموزه توګه د روان امتیازي سلوک ښکارندویي کوي، چې په بنیاد یې موږ په قصدي توګه د هېواد له مرکزي بهیر (مېن سټریم) څخه بېل کړل شوي یو، ځکه خو موږ د احتجاج په توګه په ټاکنو کې برخه نه اخلو".

سلیم الدین وایي که د پاکستان کوم اوسېدونکي ته د مذهب په بنیاد په ټاکنو کې د برخې اخیستو یا ووټ ورکولو حق ورکول کېږي نو دا ښه خبره نه ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونو او مدني ټولنې په وار وار د احمدي فرقې لپاره پر ځانګړو انتخابي قوانینو اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې ده چې وایي د هېواد ټولو اوسېدونکو ته په ټاکنو کې د برابرۍ په بنیاد برخه ورکول د حکومت ذمه واري ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG