لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکي د طالبانو سره په رابطه کې دي، راپور


د امریکې د يوې خبري ادارې د راپور ترمخه امريکايي چارواکو په افغانستان، قطر او متحده عرب اماراتو کې د طالبانو سره مخامخ ليده کاته کړي دي.

اېن بي سي ويلي په وروستيو کې په دغه ليدنه کې پينځه امريکايانو او درې طالب مشرانو برخه اخستې او په دوحه کې دغه ناسته شوې ده.

بل لور ته په کابل کې د سولې د عالي شورا چارواکو ويلي "روانه اوونۍ د افغانستان، امريکې، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو څلور اړخيزه غونډه کيږي او د افغان سولې په اړوند به پکې خبرې کيږي".

خو د سولې د عالي شورا مشر سېکترمحمد اکرم خپلواک د ليدنې تفصيل نه دی ویلی او يوې سرچينې وايس اف امريکا ته ويلي دغه ناسته به په سعودي عرب يا کابل کې وشي.

د روان کال مارچ په مياشت کې په واشنګټن کې د افغانستان، امريکې، سعودي او متحده عرب اماراتو د ملي امنيت مشرانو يوه غونډه شوې وه.

خپلواک ویلي په نزديو کې د افغان او پاکستاني علماؤ يوه غونډه هم کېدونکې ده چې پکې به په افغانستان کې د جګړې په اړوند ورکړی شوؤ فتوؤ باندې خبرې کيږي.

د اېن بي سي د راپور چا لا پخلی نه دی کړی او نه يې په اړوند افغان طالبانو څه ویلي دي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت هم د داسې خبرو پخلی نه دی کړی خو ويلي يې دي چې د صدر ټرمپ انتظاميه د افغان شخړې هوارولو هڅې کوي.

د بهرنيو چارو وزارت يو وياند ویلي چې امریکا د افغان دولت په مشوره د سولې د بهير مخ په وړاندې بوتلو دپاره ټولې لارې چارې لټوي.

اېن بي سي په خپل راپور کې د يو طالب مشر له قوله ویلي چې د امريکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ خبرې روانه میاشت په متحده عرب اماراتو کې هم شوي دي.

هغه ويلي امريکايان په متحده عرب اماراتو او کابل کې زمونږ د پخوانيو غړو سره خبرې کوي او دا پخواني طالبان مونږ د بېلابيلو لارو د خبرو اترو څخه خبروي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG