لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځ د جسټس شوکت عزيز د تورونو د پلټنو غوښتنه کړې


جسټس شوکت عزيز صديقي

د پاکستان پوځ د اسلام اباد هائيکورټ د قاضي جسټس شوکت عزيز صديقي د هغو تورونو د پلټنو غوښتنه کړې چې پکې نوموړي ويلي ؤ د ملک استخباراتي اداره ايي اېس ايي په عدالتونو کې د سياسي مقدمو په فېصلو کې لاس وهنه کوي.

د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور په ټويټر يو بيان کې د جسټس صديقي د خالي، شنبې د ورځې په بيان غبرګون څرګند کړی او سترې محکمې ته يې خواست کړی په استخباراتي او امنيتي ادارو د لګول شوؤ تورونو پلټنې دې وکړي.

نوموړي ویلي د اسلام اباد هائيکورټ نوموړي جج د عدليې ترڅنګ په رياستي ادارو او ايي اېس ايي سخت تورونه لګولي دي.

اصف غفور ویلي ستره محکمه دې د ملکي ادارو د درناوي دپاره خپل رول ولوبوي او د دغو تورونو پلټنې دې وکړي.

جسټس شوکت عزیز صدیقي پرون د خالي، شنبې په ورځ د پنجاب پنډۍ ښار د وکیلانو د تنظیم غونډې (بار کونسل) ته په وېنا کې ویلي ؤ، "د استخباراتي ادارو چارواکي د اسلام اباد هايي کورټ مشر قاضي ته ورغلي چې یقیني کړي پخوانی وزیراعظم نواز شریف د انتخاباتو لپاره د جېل د د دروازو شا ته وي".

جسټس شوکت عزیز صدیقي تور لګولی ایي اېس ایي په عدالتونو کې د هېواد مهمو سیاسي مقدمو فېصلو په خپله خوښه بدلولو کې په پوره توګه فعاله ده او زیاته کړې يې ده د استخباراتي ادارو چارواکي د سیاسي فیصلو لپاره په خپله خوښه عدالتي (ډلې) بنچونه جوړوي.

نوموړي ویلي د عدلیې نه ازادې اخستی شوې او د دې کنټرول د هغه خلکو په لاسونو کې دی د چا سره چې ټوپک دی. د نوموړي اشاره د پاکستان پوځ اړخ ته وه.

نوموړي په خپله وېنا کې د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف پرضد د احتساب عدالت د قضیو په اړه ویلي " ما ته معلومه ده چې د دغه قضيې د ورځې کاروايي چرته رسیږي، او د دې نه هم خبر یم چې ستر عدالت ته څوک د چا پیغام رسوي".

د خپلو خبرو په وخت جسټس صدیقي دا هم ویلي "هغه د خپلې نوکرۍ پرواه نه کوي، ځکه ورته ویل شوي وو چې که زمونږ (استخباراتي ادارو) په خوښه فیصلې کوې نو (زما) پرضد جوړې قضيې به ختمې کړی شي".

د اسلام اباد اعلا عدالت جسټس صدیقي د تېرې يوې مودې نه په عدالتي قضیو کې د پاکستان په پوځ او استخباراتي ادارو باندې سختې نیوکې کوي او تیره اوونۍ يې د یوې عدالتي قضیې په وخت د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته خواست کړی وو چې خپل خلک (پوځ) دې په نورو ادارو کې د لاس وهنې نه ودروي.

د نوموړي پرضد دا مهال په سپریم جوډیشل کونسل کې یوه مقدمه هم روانه ده. په هغه باندې تور دی چې د اسلام اباد د پرمختیا ادارې یا سي ډي ای په چارواکو يې د خپل سرکاري کور ښاېسته کولو لپاره فشار اچولی وو.

د اسلام اباد هايي کورټ جج دا خبرې په داسې حال کړي چې په پاکستان کې د وړاندې نه د بشري حقونو کمېشن اېچ ار سي پي هم د پاکستان په انتخاباتو باندې سختې اندېښنې څرګندې کړي او ویلي يې دي د جولايي په ۲۵مه نېټه دکېدونکو انتخاباتو نه وړاندې د نتیجو بدلولو کوششونه روان دي.

XS
SM
MD
LG