لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مردان فخر زمان په ريکارډ پسې ريکارډ جوړوي


فخر زمان
فخر زمان

د خېبرپښتونخوا د مردان سيمې سره تعلق لرونکي د کرکټ ستوري لوبغاړي فخر زمان په نړیوال کرکټ کې يو بل ريکارډ جوړ کړی او په يو ورځنيو سياليو کې يې د تېزو ۱۰۰۰ رنزونو جوړولو ريکارډ په خپل نوم کړی دی.

له دې وړاندې دا ريکارډ د ويسټ انډيز د سرويون رچرډ ترڅنګ پينځه ؤ لوبغاړو په ۲۱ سياليو کې جوړ کړی او فخر زمان په ۱۸ سياليو کې ترسره کړو.

نوموړي د پاکستان د لوبغاړي بابر اعظم ريکارډ هم مات کړی دی.

د پاکستان د کرکټ ستوري لوبغاړي دغه ریکارډ پرون د زمبابوی پرضد سيالۍ کې جوړ کړی دی.

د مردان د کاټلنګ سيمې سره تعلق لرونکي کيڼ لاسي لوبغاړي په دغه سيالۍ کې يو بل ريکارډ هم جوړ کړی دی، او په پينځه يو ورځنيو سياليو کې تر ټولو زيات ۵۱۵ رنزونه یې جوړ کړي دي.

دوه ورځې وړاندې هم د زمبابوی پرضد سيالۍ کې فخر زمان يو بل ريکارډ جوړ کړی او د پاکستان لومړی لوبغاړی جوړ شوی چې په يو اننګز کې يې ۲۰۰ رنزونه جوړ کړي وو.

پاکستان د زمبابوی سره د يو ورځنيو پينځه ؤ سياليو سيريز په ۵ـ ۰ باندې ګټلی دی، زمبابوی په پينځه واړو سياليو کې په ډېرو ډېرو رنزونو ماتې خوړلې ده.

فخر زمان د سيريز غوره لوبغاړی هم ګرځول شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG