لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېټو او افغان ځواکونو د کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژلی


د افغان چارواکو په وېنا په کاپیسا ولایت کې په ترسره شوؤ عملیاتو کې د دغه ولایت تګاب ولسوالۍ لپاره دطالبانو ولسوال وژل شوی دی.

د کاپیسا د والي ویاند قېس قادري له امریکا غږ ډیوې سره نن د ګل، دوشنبې په ورځ په خبرو کې ویلي تېره شپه ناټواوافغان ځواکونود کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اړوند نجارانی ګداخیل په کلي کې د طالبانو د راټولېدو په یوې ناستې چې مهموکسانو په کې برخه درلوده هوايي او ځمکني عملیات ترسره کړي دي.

قادري ویلي دا عملیات چې تېره شپه ترسره شول له امله یې د کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوی نسیم او همداراز د تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي احسان الله په ګډون ۴ تنه طالبان وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه د طالبانو نظامي مسئول مولوي دلاورهم په وژل شویو کسانو کې شامل دی.

د والي ویاند قادري وویل "په دې عملیاتو کې مخالفینوته درنه مرګ ژوبله رسېدلې او کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي چې دپروان ولایت اوسیدونکی دی په تګاب ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ورسره د تګاب ولسوالۍ لپاره دطالبانو ګمارل شوی ولسوال ،د طالبانونظامي مسول او یوتن طالب جنګیالی وژل شوي دي".

دکاپیسا د والي ویاند ویلي په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو څلور تنه وسله وال ټپیان شوي او همداراز دوه تنه نور دافغان ځانګړو ځواکونو لخوا ژوندي نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه دحکومت د دې ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG