لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زابل:دطالبانو ډله ییز برید کې ۲۸طالبان اؤ۱۰ عسکر وژل شوي


چارواکي دافغانستان په زابل ولایت کې په اټغر ولسوالۍ په سوؤنو طالبانو یو دروند برید کې کړی چې پکې ۲۸ طالبان اؤ ۱۰ امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

دزابل د والي ویاند تور لګولی چې طالبانو ته په دغه برید کې دپاکستان پوځ اؤ استخباراتو مرسته هم ترلاسه وه خو پاکستان لا دغه تور ته هیڅ جواب نه دی ویلی.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال خبریالانو ته ویلي شاوخوا ۳۰۰ؤ طالبانو تیره شپه په اټغر ولسوالۍ د درنو وسلو سره برید کړی خو امنیتي ځواکونو د طالبانو برید ته په نره جواب ویلی دی.

اتغر ولسوالي کندهار ولایت سره پیوست ده اؤ د والي ویاند وایي چې په دې برید کې دغزني اؤ کندهار طالبان هم په اټغر ولسوالۍ ورختلي وؤ.

هغه ویلي د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ۲۸طالبان وژل شوي اؤ ۲۳ نور ژوبل شوي .

د والي ویاند په دغه نښته کې د وژل شوؤ افغان سرتیرو شمیره څلور ښودلې خو د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حق بیان خبریالانو ته ولي چې ۱۰ امنیتي عسکر وژل شوي اؤ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

خو طالبانو بیا دعوه کړې چې دغه ولسوالي یې نیولې اؤ په لسګونو افغان سرتیري یې وژلي دي .

ازادو سرچینو د طالبانو ددې دعوې پخلی نه دی کړی خو دسیمې نه ځینو سرچینو دعوه کړې چې کې افغان سرتیرو ته په وخت مرسته ونه رسیږي نو ددې ولسوالۍ دسقوط خطره شته.

په نزدې ورځو کې چې طالبانو د افغان دولت د سولې وړاندیز رد کړی دافغانستان بیلابیلو ولایتونو کې د طالبانو اؤ افغان سرتیرو ترمینځ د نښتو لړۍ چټک شوې اؤ روزانه په دغو نښتو کې د لسګونو طالبانو اؤ افغان سرتیرو د مرګ ژوبلې اطلاعات مخې ته راځي .

XS
SM
MD
LG