په دې ناسته کې چې سبا د چهارشنبې په ورځ ترسره کیږي دافغانستان،متحده عرب امارات،امریکا اودسعودي عرب دملي امنیت مشاورین برخه اخلي.
دافغانستان دملي امنیت دشورا ویاند قادرشاه امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي په دې ناسته کې دافغان سولې او ثبات او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په تړاو بحث کیږي.
قادرشاه ویلي په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان په تړاو جوړیدونکې دې څلوراړخیزه ناسته کې د ګډون په هدف تیره ورځ دملي امنیت شورا په چاروکې د جمهور رییس محمد اشرف غني صلاح کار حنیف اتمر دیو پلاوي په مشرۍ د ابوظبي ښارته رسیدلی دی.
نوموړي زیاته کړه"په دې څلور اړخیزه ناسته کې به د څلورو هیوادونو دملي امنیت صلاحکاران دافغانستان دسولې پروسې او دامنیتي همکاریو په تړاو بحث کوي ترڅو دهمکاریو دګډ عمل پلان بشپړاو تاییدشي"
قادرشاه ویلي ،په عربي متحده اماراتو کې دافغانستان ،امریکا،سعودي عرب او متحده عرب اماراتود ملي امنیت دمشاورینو په کچه څلور اړخیزه ناسته دهغې په دوام او دشویو ژمنو دتعقیبولو په هدف جوړیږي کوم چې د روان کال دمارچ په میاشت کې دهمدې هیوادونو داستازو لخوا په امریکا کې جوړه شوې وه.
د ولسي جرګې غړی خالد پښتون ویلي دافغانستان د روڼ وضعیت په تړاو په متحده عرب اماراتو کې دافغانستان ،امریکا،سعودي عرب اوداماراتو داستازو څلور اړخیزه ناسته دافغان سولې په پروسې او مخالفینو سره د عربي هیوادونو د ځینو شتمنو کسانو دمالي مرستو په مخینوی به مثبت اغیز ولري.
خالد پښتون وائس اف امریکا سره دخبرو پرمهال دسولې په پروسه کې دعربو شاملول دسیمې او نړۍ دامن لپاره ګټوراقدام ګڼلی او ویلي یې دي چې په دې ډول هڅو سره کیدلی شي چې د افغانستان سولې اوثبات ته عربي هیوادونه وهڅول شي او ورته ژمن پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې دافغانستان سولې په تړاو دسیمې او نړۍ د هیوادونو هڅې کړندی شوي خودافغانستان په ګن شمیر ولایتونو کې په جګړو کې هم زیاتوالی راغلی اوهره ورځ د جګړې دواړو لورو ته درنو تلفاتو د رسیدو رپورټونه ترلاسه کیږي.