لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نن عام انتخابات کيږي


پاکستان کې نن د شورو په ورځ (۲۵م جولايۍ) باندې عام انتخابات ترسره کيږي، سهار د اته ؤ بجو نه تر ماښام شپږو بجو پورې به بې د دمې رايې کارولی شي.

د ټاکنو د کمېشن ترمخه پاکستان کې ۱۰۵.۹۶ ملينه رجسټرډ ووټران دي، په دوی کې ۵۹.۲۲ملينه سړي او ۴۶.۷۳ملينه ښځې رجسټرډ ووټونه لري.

د الېکشن کمېشن ترمخه نن د انتخاباتو په ورځ عامه چهټي اعلان شوې او د پاکستان د ټاکنو د کمېشن مشر جسټس سردار محمد رضا په خلکو غږ کړی چې د خپلو کورونو څخه راووځي ووټ ورکړي او خپله قامي زمه واري پوره کړي.

د قامي او څلور واړو اسمبليانو دپاره ۱۲۵۷۰ کانديدان په مېدان کې دي.

د الېکشن کمېشن ترمخه قامي اسمبلۍ ټولې ۲۷۲ چوکۍ لري.

په خېبرپښتونخوا کې ۹۹، پنجاب کې ۲۹۷ چوکۍ،سندهـ کې ۱۳۰ او بلوچستان کې ۵۱ چوکۍ يا جنرال سيټونه دي چې انتخابات به پرې کيږي.

په قبايلي ضلعو کې يواځې د قامي اسمبلۍ دپاره په ۱۲ چوکو انتخابات کيږي هلته د صوبايي اسمبليانو په چوکو انتخابات نه کیږي.

خو د الېکشن کمېشن ترمخه د قامي اسمبلۍ په دوه او صوبايي اسمبليانو په شپږو حلقو انتخابات ځنډول شوي دي.

په دغو حلقو کې د خېبر پښتونخوا صوبايي حلقه پي کی ۷۸ چې کانديد يې هارون بلور او پي کی ۹۹ چې کانديد یې اکرام الله خان ګنډاپور ؤ، شاملې دي. دا دواړه کانديدان په ځانمرګو بريدونو کې وژل شوي وو.

د بلوچستان پي بي ۳۵ مستونګ کانديد سراج رئيساني هم په ځانمرګي بريد کې وژل شوی ؤ.

د اېن ای (۶۰) پېنډۍ د مسلم ليګ ن کانديد حنيف عباسي د نااهله کېدو له سببه په دغه حلقه انتخابات ځنډول شوي دي. او په پاتې نورو حلقو د کانديدانو د مړينې له امله انتخابات وروستو کړی شوي دي.

چارواکي وايي په ملک کې د سوتره ټاکنو دپاره ټول انتظامات بشپړ کړی شوي او د امنيت دپاره د اته لاکه پورې د پوځ او پوليس سرتيري په ځای کړی شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG