لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بیرسټر سیف:طالبان سوات ته جګړې لپاره نه وؤ ورغلي،کمانډر یې دخپلې خور پوښتنې له راغلی ؤ


 دصوبایي حکومت ویاند بیرسټر سیف بیا پخپلو خبرو کې ویلي چې په لیاقت علي برید تحریک طالبان نه دی کړی بلکې دا برید دطالبانو نه مرورې د حفیظ الله کوچوان ډلې کړی ؤ
دصوبایي حکومت ویاند بیرسټر سیف بیا پخپلو خبرو کې ویلي چې په لیاقت علي برید تحریک طالبان نه دی کړی بلکې دا برید دطالبانو نه مرورې د حفیظ الله کوچوان ډلې کړی ؤ

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند اؤ داطلاعاتو په هکله د وزیراعلا سلاکار بیرسټر محمدعلي سیف وایي طالبان سوات ته جګړې لپاره نه وؤ ورغلي بلکې دسوات په غرونو کې چې کومه پېښه رامنځته شوې وه نو هلته (دطالبانو) یو کمانډر دخپلې خور پوښتنې له ورغلی ؤ.

بیرسټر سیف سوات ته دطالبانو دکمانډر یوازې دخپلې خور پوښتنې له د ورتګ دا دعوه په داسې حال کې کړې ده چې تېره میاشت په ټولنیزو رسنیو داسې ویډيوګانې مخې ته راغلې وې چې پکې لیدل کیدل سوات کې طالبانو دپوځ اؤ پولیسو ځینې افسران تښتولي وؤ.

دبیرسټر سیف دا وینا ځینو خبریالانو په ټویټر اچولې اؤ جیو ټي وي وایي داخبرې یې په غیر رسمي توګه خبریالانو ته کړي دي .

د پېښور يو خبریال سید وقاص احمد هم وي او ای ډیوه ته ویلي چې بېرسټر سېف دغه خبره تېره شپه خبریالانو ته کړي او دی خپله هم په دغه ناسته کې موجود وو.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک د صوبایي حکومت د ویاند دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې تور لګوي چې بیرسټر سیف داسټیبلشمنټ تنخادار اؤ دجنرال فیض حمید پروجیکټ دی.

د ښاغلي بابک تور ته بېرسټر سېف ځواب ویلی نه دی خو نوموړي تېره میاشت وي او اې ډیوه سره مرکه کې ویلي وو چې کابل کې یې د پاکستاني طالبانو سره خبرو لپاره د پاکستان د ځينو غړو او مشرانو د پلاوي مشري کړې ده. نوموړي دا هم ویلي وو چې یادې خبرې “سټېټ” کوي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي سردار حسین بابک ویلي صوبه کې دتحریک انصاف ګوند حکومت اؤ مشران يې پرله پسې دترهګرو وکالت کوي.

هغه وایي په نزدې ورځو کې چې په سوات، باجوړ،وزیرستان،شانګله بونیر اؤ نورو ضلعو کې دا ټول ولس دبدامنۍ پرضد راپورته شو نو په هغې کې یوازې دصوبې دحکومت اؤ عمران خان غږ نه لیدل کیږي اؤ تور یې ولګوو چې دا ځکه چې خیبر پښتونخوا کې دتحریک انصاف،تحریک طالبان اؤ نیب ایتلافي حکومت دی.

سردار حسین بابک وایي:

" تاسو وکتل چې ولس راپاڅیدو دبدامنۍ پرضد نو اوس پي ټي ایي په هره ضلعه کې سرکاري جرګه کوي، جرګې خو ولسي وي،ولس اؤ د ولس مشران کښیني اؤ جرګې کوي خو حکومت دڅه شي جرګه کوي اؤ چا سره جرګه کوي؟"

هغه وایي طالبانو د پي ټي ایي دصوبایي اسمبلۍ په یو ممبر لیاقت علي برید وکړو اؤ دغه برید کې څلور جنازې پورته شوې خو وایي دپي ټي ایي حکومت تر اوسه دترهګرو پرضد یوه جامع پالیسي مخې ته رانه وړی شوه اؤ نه یې ولس ته وویل چې دترهګرۍ دمخنیوي په وړاندې د دوئ‌ څه پالیسي ده؟

دصوبایي حکومت ویاند بیرسټر سیف بیا پخپلو خبرو کې ویلي چې په لیاقت علي برید تحریک طالبان نه دی کړی بلکې دا برید دطالبانو نه مرورې د حفیظ الله کوچوان ډلې کړی ؤ.

هغه ویلي سوات کې چې هم روانه اوونۍ دسکول په کوم ګاډي برید شوی طالبانو هغه غندلی اؤ خپل لاس لرل یې پکې رد کړي دي.

بیرسټر سیف خبریالانو سره په خبرو کې ویلي طالبانو ورته ویلي چې دوئ دکوم برید پړه پغاړه اخلي نو دهغې په اړه به مطبوعاتو ته باقاعده بیان جاري کوي.

خو دصوبایي حکومت یو بل وزیر شوکت یوسفزئ بیا په نزدې ورځو کې د ټي وي په یو پروګرام کې ویلي وؤ چې بیرسټر سیف طالبانو سره مذاکراتو کې دصوبایي حکومت په استازیتوب نه دی شریک شوی بلکې هغه "افغان جهاد" کې یو کردار لري اؤ کیدای شي دې مذاکراتو کې دګډون بلنه هم دطالبانو حکومت ورکړې وي.

بیرسټر سیف وایي سوات ته چې کوم طالبان راغلي وؤ هغوئ کې ځینې سخت ناروغه وؤ اؤ کمانډر یې دخپلې خور پوښتنې له راغلی ؤ .

خو خبریال شمس مومند بیا وایي وړومبی خو باید داخبره واضحه شي چې بیرسټر سیف ټي ټي پي سره مذاکراتو کې دچا استازیتوب کوي ؟

هغه وایي دا هم نه ده معلومه چې بیرسټر سیف سوات ته دطالبانو دکوم کمانډر د ورتګ خبره کوي ایا په هغه باندې څه کیسونه شته که نه؟

دنوموړي په وینا که چرې دغه طالب کمانډر قانون پځائ کوونکو ادارو ته مطلوب نه وي اؤ سیمې ته د وسلو سره نه وي ورغلی نو بیا خو یو عام شهري دی .

"خو که چرې دا شخص معلوم دطالبانو کمانډر وي ، په ورانکارۍ کې ککړ وي، پرضد یې مقدمې درج وي، وسله وال یې ځان سره راوستي وي نو بیا دحکومت ذمه واري جوړیږي چې دهغه دنیولو لپاره خپله هڅه اؤ کوشش وکړي"

په دې وروستیو کې سوات دترهګرۍ پر ضد د احتجاجونو مرکز جوړ شوی دی او د تېرې نهې په ورځ په مینګوره کې ولسي او سیاسي مشرانو یوه لویه مظاهره هم کړې وه. ځايي پولیسو د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډيوه ته ویلي وو چې په یاده جلسه کې ۴۵ نه تر ۵۰و زرو پورې خلکو ګډون کړی وو.

بیرسټر سیف ویلي دپاکستان د ریاست اؤ پاکستاني طالبانو ترمنځ خبرو کې دافغان طالبانو دحکومت دکورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني مهم رول لوبولی دی.

هغه وایي دا مذاکرات یوازې دټي ټي پي سره کیږي اؤ دطالبانو نورې ډلې ترې ځکه بهر دي چې هغوئ مذاکراتو ته کښېناستل نه غواړي.

د پاکستان حکومتي چارواکو ويلي چې د تېر کال د اکتوبر د مياشتې راهسې د تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات روان دي، بيا د مئ او جون مياشتو کې د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن دمشرانو دوه جرګې افغانستان ته تلې وې او بيا د نامعلومه وخته پورې د ډزبندۍ اعلان وشو۔

د ستمبر دويمې نېټې پورې تحريک طالبان پاکستان د کوم بريد ذمه واري نه منله خو له هغې وروسته یې د يو شمېر بريدونو ذمه وارۍ منلې دي۔

بیرسټر سیف د پخواني پوځي امر جنرل پرويز مشرف په کابينه کې پاتې شوی او په کال 2020م کې چې کله د ايم کيو ايم سینیټر و د پاکستان په سینیټ کې یې په نورو سینیټرانو غږ کړی و چې په افغانستان او کشميرکې جهاد وکړي نو د پاکستان پوځ به يې ملګری وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG