لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوګر:دافغان ځواکونو هوایي بریدونو کې۱۵طالبان وژل شوي


چارواکي وایي دافغانستان په لوګر ولایت کې امنیتي ځواکونو دطالبانو په ځالو هوایي بریدونه کړي چې پکې لږ تر لږه ۱۵ طالبان وژل شوي اؤ د هغوئ وسلې اؤ‌ نور مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دافغانستان خبري اژانس پژواک دلوګر دامنیه قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزي له خولې ویلي دغه بریدونه تیره شپه افغان ځواکونو دلوګر دخوښۍ ولسوالۍ په سیمانخیلو،دریاخان اؤ ګل محمد خیلو سیمه کې دطالبانو په ځالو کړي دي.

دغه امنیتي چارواکی دعوه کړې چې بریدونو کې ۱۵ طالبان وژل شوي خو طالبانو لا په دغه هکله څه نه دي ویلي.

په عین حال کې افغان چارواکو دغزني د اندړو ولسوالۍ څخه د عملیاتو په مهال د۳۶ طالبانو د نیولو دعوه هم کړې ده .

چارواکی وایي چې په نیول شوؤ کې دوه مهم سیمه ییز طالب مشران هم شامل دي.

په نزدې ورځو کې چې طالبانو د افغان دولت د سولې وړاندیز رد کړی دافغانستان بیلابیلو ولایتونو کې د طالبانو اؤ افغان سرتیرو ترمینځ د نښتو لړۍ چټک شوې اؤ روزانه په دغو نښتو کې د لسګونو طالبانو اؤ افغان سرتیرو د مرګ ژوبلې اطلاعات مخې ته راځي.

دا په داسې حال کې ده چې دعرب هیوادونو لخوا دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ د جوړ جاړي هڅې چټک شوي اؤ د سعودي عرب نه وروسته په متحده عرب اماراتو کې هم افغانستان کې دسولې دتامین په اړوند یوه څلور کسیزه غونډه راجوړه شوې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG