لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعلماؤ شورا:دولتي ادارو کې فساد دجګړې د دوام لامل جوړ شوی


دافغانستان دعلماؤ سرتاسري شورا ویلي ،په حکومتي ادارو کې دفساد شتون او دعدالت د نه پلي کیدوله امله افغاني ټولنه دتباهي له حالت سره مخامخ شوې ده.

دعلماؤ سرتاسري شورا مشرمولوي قیام الدین کشاف له اداري فساد سره دمبارزې دممبرغږ دعلماؤ په دوه ورځني کفرانس کې چې نن دخالي په ورځ پیل شو ویلي دهیواد اکثره حکومتي ادارې په فساد کې ښکیلې دي او له همدې امله عدالت نه پلي کیږي.

کشاف وویل دفساد نه مخنیوی او دعدالت نه پلي کیدل ټولنه تباهۍ سره مخامخ کړې ده ،

دهغه په وینا "زمونږ اکثریت ټول ادارات فاسد دي او د فساد سرچینې د دروغو دعوې اوشاهدي ،درشوتونو اخیستل او ورکول ،دخیانت او اختلاس پټول اخیر دا به ترکومه روان وي او تاسو باور ولرئ چې په افغانستان کې د جګړې د دوام او زیاتیدو وسایل همدغه دي"

دعلماو دشورا مشر دافغانستان له ټولو دیني عالمانو وغوښتل چې دممبرغږ په وسیله داسلامي ارشاداتو په رڼا کې له فساد سره مبارزه وکړي ترڅو په هیواد کې د ټولوهاغو ناخوالو چې دفساد او رشوت له امله رامنځته کیږي مخه ونیول شي.

همداراز فساد سره دمبارزې په دې کنفرانس کې چې دګڼو حکومتي ادارو مشرانو هم پکې ګډون درلود دافغانستان لوی څارنوال محمد حمید فریدي ویلي داداري فساد پروړاندې به دعلماؤ په همکارۍ ټیګه مبارزه کوي.

لوی څارنوال وویل"دفساد اوجرمنو پروړاندې زمونږه مبارزه غیرسیاسي ،خپلواکه او بې طرفه ده،عدالتي اوقضایي ادارې به یې پرضد خپله مبارزه جاري ساتي اوزمونږ غوښتنه دافغانستان له خلکو څخه دا ده چې مونږته اجازه راکړي ترڅو دفساد اوجنایت پرضد قانون له امتیازاوتبعیض پرته په ټولو اشخاصو او ادارو یو شان پلی کړو"

د اداري فساد پرضد دافغانستان د ۳۴ ولایتونولسګونو د دیني علماوو کنفرانس په داسې حال نن په کابل کې جوړشو چې افغان حکومت له خپل ملت او نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې چې په حکومتي ادارو کې به بشپړاصلاحات راولي او دفساد دمخنیوي لپاره به څانګړې مبارزه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG