لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې نوې تګ لاره د امريکا د راوتلو منصوبه ښايي


امريکايي مطبوعات وايي د صدر ټرمپ انتظامې افغان عسکرو ته امر کړی چې لرې پرتې سيمې پرېږدي.

د امريکا وتلی اخبار نيويارک ټاېمز د درې نامعلومه امريکايي چارواکو له خلې وايي افغان او امريکايي عسکر د کليوالو سيمو نه ښارونو ته منتقل کول د صدر ټرمپ د هغه پالېسۍ يوه برخه ده چې کال وړاندې يي د افغانستان د جګړې په اړه وړاندې کړې وه.

چارواکي وايي د دغې نوې تګ لارې مقصد دا دی چې په لرو پرتو سيمو کې افغان او امريکايي عسکر د طالب وسله والو د بريدونو نه خوندي اوساتلی شي او په ښارونو کې د امنيت د خوندي کولو ترڅنګ به افغان حکومت ته د طالبانو سره د خبرو موقه هم په لاس ورکړي.

مطبوعات وايي د افغانستان د لرو پرتو سيمو نه د عسکرو راویستل د دې حقيقت منل دي چې د امريکا پلوي افغان حکومت په د هيواد په کلي والو سيمو کې خلکو ته په امنيت ورکولو کې پاتې راغلی دی.

په امريکا کې د افغانستان سفير حمد الله محب د دغې خبرې سره مخالفت اوښودلو چې ګنې افغان او امريکايي عسکر د هېواد لرې پرتې سيمې طالبانو ته پرېږدي. نوموړي په يو اي مېل کې ويلي د دغې نوې تګ لارې مقصد دغه سيمو نه راوتل نه دي بلکه لومړی د ښارونو او بيا وروسته د کليوالو سيمو امنيت ته پام لرنه کول دي.
د هلمند د ايالتي شورا غړی محمد کريم اتل د دغې تګ لارې په اړه ويلي خپل اولس په داسې حال کې پرېښودل د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

هر څه که افغان مشران د دغې فېصلې نه خوشبينه نه ښکاري چې ګنې عسکر دې کليوالې سيمې پرېږدي خو پخوانی امريکايي جرنېل پال ايټن وايي دغه فېصله د هوښيارۍ فېصله ده ولې چې دې سره به د افغان او مريکايي عسکرو ځآني زيان هم کم شي او افغان حکومت ته به د طالبانو سره د خبرو اترو يوه موقه هم په لاس ورشي.

د افغانستان دفاعي چارواکي اندېښمن دي دکليوالو سيمو نه د امريکايي او افغان عسکرو د وتلو وروسته په دغه سيمو کې پوليس دومره توان او تربيه نه لري چې د طالب وسله والو مخه اونيسي.

د بدغيس ولايت د پوليسو پخوانی مرستيال مشر غلام سرور حېدري وايي مياشت وړاندې چې افغان عسکرو کومې چېک پوستې خالي کړې وې هغه وسله والو نېولې وې او دغه بېرته اخستلو کې به مونږه په سونو پوليس قرباني کوو.

د امريکايي استخباراتي ادارې سي آيې ای دشمېرو ترمخه د افغانستان څلورمه برخه خلک په ښارونو کې ژوند کوي او درې برخې په کليوالو سيمو کې په څارو ساتلو او کر کرونده خپل ګزران کوي.
د افغانستان د بيا ودانۍ د ادارې سېګار شمېری واي د افغانستان په ۴۰۷ اولس واليو کې ۲۲۹ د حکومت د ولقې لاندې دي او ۵۹ د طالبانو په قبضه کې دي او باقي پاتې ۱۱۹ اولس والۍ لانجمنې ګڼلی کيږي.

د صدر ټرمپ انتظاميه له ډېره وخته رهسې غواړي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي او ډېر په زړه ماتي يي د د فاع د وزېر جېم مېټس په غوښتنه نور ۴۰۰۰ امريکايي عسکر افغانستان ته استولي چې دغه اوږد جنګ اوګټي

د ټرمپ انتظاميې خپلې يوې وتلې سفارتکارې اېلس وېلز ته ويلي چې د طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې اترې اوکړي.

دوه طالب مشرانو د خالي په ورځ د نوم نه ښودلو په شرط د دې خبرې تصديق هم کړی چې هفته وړاندې يي د امريکايي چارواکو سره په قطر کې خبرې اترې کړي.

څيړونکي وايي که رېښتيا دغه خبرې اترې شوي وي نو دا به د افغانستان په اړه د امريکا په پالۍسۍ کې لوي بدلون وي او د افغانستان نه به د امريکايي ځواکونو د راوتلو لپاره د يو پل کار اوکړي.

امريکا دا وخت په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ عسکر لري چې زيات تره پکې په ښارونو کې مېشت دي او ډېر کم پکې په لرې پرتو سيمو کې د افغان عسکرو د تربيت کار کوي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG