لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې په کیلیفورنیا ایالت کې د ځنګله اور ۵۰۰ ودانۍ سوځولې دي
تازه خبر

د امریکې په کیلیفورنیا ایالت کې د ځنګله اور ۵۰۰ ودانۍ سوځولې دي


د شمالي کیليفورنیا په یوه ځنګله کې د اور لګېدو له کبله شاوخوا۵۰۰ ودانۍ سوځېدلي او په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي. چارواکي وايي چې ۵۰۰۰ نورو ودانیو ته هم د اور رسېدلو خطر دی.

د ایالت ګورنر جیري برون په سیمه کې بیړنی حالت اعلان کړی او له مرکزي حکومته یې د مرستو غوښتنه کړې چې د اور د لا نور شدت اخیستو مخه ونیسي او لګېدلی اور ژر تر ژره مړ کړي.

رپوټونه وایي تر اوسه دوو اور وژونکو هم د اور مړ کولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی.

له شاوخوا سیمو څخه په لسګونه زره خلک د خپل ژوند ژغورلو لپاره له سیمې وتلي دي.

د اور وژنې ادارې ویلي تر اوسه دې اور شاوخوا ۱۷۰۰۰ هکټاره ځمکه سوځولې ده.

هغه سیلانیان چې د دې طبعي پارک یا ځنګل د لیدو لپاره تللي وو بیرته خپل پلانونه بدلوي. نوموړی پارک د جولای له ۲۵ نېټې راهسې تړل شوی دی او تمه نه کیږي چې د اګست تر ۰۳ بیرته پرانیستل شي.

د پارک د تنظیم چارواکي وايي تر اوسه د کېمپ یا سیاحتي خېمې او د هوټل لږ تر لږه تر ۱۰۰۰ زیات بوکننګونه د خلکو له خوا ځنډ‌یدلي او منسوخ شوي دي.

په شمالي کیليفورنیا کې د اورلګېدنې بادونه په ځینو سیمو کې خورا تېز شوي او لا نورو ونو ترې اور اخیستی.

د کیلیفورنیا د ځنګلونو او اور وژنې د څانګې ویاند چیډ کارل رسنیو ته وویل، ډېری ونې پر کورونو ور غورځیدلې دي.

په سویلي کیلیفورنیا کې د اور وژنې څانګې له ایډلي وایلډ ښار ګوټي څخه ۱۲۰۰۰ استوګن له خپلو کورونو او دې سیمې څخه په وتلو مجبوره کړي. چارواکو د لګېدلي اور په تور یو مشکوک تن هم نیولی دی.

د امریکې نورې مربوطه حکومتي ادارې دا مهال د کیلیفورنیا د اور وژنې له مرکز سره د همکارۍ لپاره همغږې دي او مرستې یې هم پیل کړي.

په ۲۰۱۸م کال کې د کیليفورنیا په ځنګلونو کې لګېدلی اور په دې لسیزه کې تر ټولو ناوړه دی چې تر اوسه يې شاوخوا ۱۱۷،۲۴۸ هکټاره ځمکه سوځولې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG