لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسفنديار: پښتانه مشران د يو پېغام د لارې د پارليمان نه بهر کړی شوي


اسفنديار ولي خان
اسفنديار ولي خان

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر اسفنديار ولي خان وايي په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد به خپل پرامنه احتجاج دوامداره ساتي او نوموړي غوښتنه کړې بيا د سر نه دې انتخابات وشي.

په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد په چارسده کې احتجاجي مظاهرې ته په وېنا کې اسفنديار ولي خان وويل، "سندهی قيادت یې اسمبلۍ ته پرېښودو، بلوچ او پنجابی قيادت يې اسمبلۍ ته پرېښودو، پښتون که هغه قوم پرست دی او که مذهبي دی د يو قيادت يې اسمبلۍ ته پرې نه ښودو، د دې نه مونږ ته دوی څه پېغام راکوي".

هغه وويل، "چې ايا د پښتون هډو په پاکستان کې ځای نشته؟، هغه وويل مونږ دا يوه خبره کول غواړو چې د چا په پښو او بوټانو کې کښېناستو ته تيار نه يو او په دې خاوره هرې قربانۍ ورکولو ته تيار يُو".

نوموړي وويل، "د الېکشن کمېشن، عدليې او پوځ نه تپوس کوو چې د شپږو بجو نه وروستو يې د کوم قانون د لاندې ټول پولينګ ايجنټان بهر وويستل او د ووټ بکسونه يې د ځان سره پرېښودل او د يو ساعت دپاره د دوی سره وو".

هغه تور ولګوؤ چې "ايجنټان پوځ بهر ویستي دي پوليس نه دي ويستي او بيا يې چې څه مرضي وه هغه يې کړې ده".

هغه وويل د انتخاباتو نه وړاندې عوامي نيشنل ګوند الېکشن کمېشن ته ويلي ؤ چې پوځ د امن دپاره دی په پولينګ سټېشنو کې دننه د پوځ هيڅ کار نشته او پوځ قومي اداره ده هغه دې په پولينګ سټېشنو کې د ودرولو د لارې نه بدناموي.

اسفندیار ولي خان وويل، "واپس کيږو به نه، خپل حق مو نه واړندې چاته پرېښودی دی او نه يې اوس پرېږدو، خپل حق به ترلاسه کوو".

نوموړي وويل، "عدلیې ته ويل غواړم چې خپلې جامې پاکې کړي او لګېدلي داغونه دي ووينځي او د هغې دا يو طريقه ده چې څومره ريټرننګ افسران دي، خپلې غلطۍ دې ومني او په ملک کې دې بيا د سر نه ازاد انتخابات وکړي داسې انتخابات چې د پوځ پکې هيڅ کردار نه وي".

هغه زياته کړه پوځ دې د امنيت دپاره ولاړ وي خو په پولينګ سټېشنو کې دې دننه نه وي، په پوځ داغ ولګېدو هغه دې هم اوس ځان پاک کړي.

اسفنديار وويل، "عدليه، الېکشن کمېشن او پوځ به ځان پاکوي".

نوموړي احتجاجي مظاهرې ته په خپله دغه نعره ووهله چې "دا چې نامالوم دي دا مونږ ته مالوم دي".

د عوامي نيشنل ګوند مشر وويل، نن په اسلام اباد کې د ټولو سياسي ګوندونو غونډه ده او ای اېن پي هم پکې ګډون کوي چې هغوی د راتلونکې دپاره څه فېصله وکړه په هغه تګلاره به دوی هم ورسره عمل کوي.

پاکستان کې په ۲۵م جولايۍ د ترسره شوؤ عامو انتخاباتو نتيجې د پاکستان تحریک انصاف نه علاوه نورو ټولو زياتره سیاسي او مذهبي ګوندونو رد کړي او په انتخاباتو کې يې د درغلۍ تورونه لګولي دي.

خو د پاکستان الېکشن کمېشن وايي په ملک کې په پرامنه ډول سوتره انتخابات شوي دي.

عوامي نيشنل ګوند نن د ګل، دوشنبې په ورځ د چارسدې نه علاوه په مردان، سوات، بونېر، نوښار، ټانک، ډېره اسماعيل خان، کرک او بنو کې هم په انتخاباتو کې د درغليو پرضد احتجاجي مظاهرې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG