لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمدنبي په نړيواله کچه دوېم نمبر غوره ال راؤنډر جوړ شوی، ايي سي سي


د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې لوبغاړی محمدنبي د کرکټ د نړيوال کونسل (ايي سي سي) په درجه بندۍ کې په نړیواله کچه په ال راؤنډرانو لوبغاړو کې په دوېم نمبر راغلی دی.

ال راؤنډر لوبغاړی بالينګ او بېټنګ دواړه کولی شي.

د ال راؤنډرانو په درجه بندۍ کې په اول نمبر د بنګله دېش شکېب الحسن او په درېم نمبر د پاکستان محمد حفيظ دی، په دغه لړۍ کې بل افغان لوبغاړی راشد خان په اووم نمبر دی.

محمدنبي په يو ورځنو او ۲۰ اووريزو دواړو لوبو کې په دوېم نمبر ال راؤنډر دی.

د کرک انفو وېب پاڼې ترمخه محمدنبي تراوسه پورې په ۹۸ يو ورځنو او ۶۳ شل اووريزو نړيوالو سياليو کې لوبېدلی دی.

۳۳ کلن محمد نبي په يو ورځنيو سيالیو کې ۲۲۸۷ او ۲۰ اووريزو لوبو کې ۹۹۵ رنزونه جوړ کړي دي، دغه ډول نوموړي په يو ورځنو سياليو کې ۱۰۳ او په ۲۰ اووريزو کې ۶۵ وکټې ترلاسه کړي دي.

نوموړی د افغانستان په يواځيني ټيسټ سيالۍ کې لوبېدلی ۲۴ رنزونه او يو وکټ يې ترلاسه کړی دی.

نبي د نړيوالو یو ورځنو سياليو پېل د کال ۲۰۰۹م د اپرېل په ۱۹م او ۲۰ اووريزو پېل د کال ۲۰۱۰م د فرورۍ په لومړۍ نېټه د ائيرلېنډ پرضد کړی ؤ.

ښی لاسی بالر او بېټسمېن محمدنبي د هند پريئميرليګ، پاکستان سپرليګ او بنګله دېش نه علاوه په نورو ليګ سياليو کې هم لوبېدلی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG