لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې، ايي اېم اېف ته د چين قرضداري پاکستان ته د قرض ورکولو په سر خبرداری ورکړی


د امريکې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د ګل، دوشنبې په ورځ نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) ته خبرداری ورکړی چې د چين قرضداري د پاکستان نوي حکومت ته قرض نه ورکوي.

د رويټرز ترمخه (سي اېن بي سي) ټيلي ويژن سره په مرکه کې پومپيو ويلي دوي د پاکستان په ممکنه توګه نوي وزيراعظم عمران خان د حکومت سره اړيکو ته ګوري خو دا مرستې هيڅ منطق نه لري چې د چين د قرض ورکولو دپاره ورکړی شي.

پومپيو ویلي، "هيڅ غلطي دې ونه شي، مونږ ګورو چې ايي اېم اېف څه کوي"، "دا خبره هيڅ منطق نه لري چې چې د ايي اېم اېف د ټېکس ډالر او د هغې سره اړونده امريکايي ډالر چې د ايي اېم اېف د فنډ برخه ده د چين د بانډز يا په خپله د چين په کار راشي".

د رويټرز ترمخه فاينانشل ټايمزد اتوار، يکشنبې په ورځ ويلي ؤ چې د پاکستان د ماليې چارواکي تياری کوي چې د ايي اېم اېف نه ۱۲ اربه ډالره قرض واخلي.

د ايي اېم اېف ویاند ویلي، "دوی ته تراوسه پورې د پاکستان لخوا کوم خواست نه دی شوی چې قرض ورته ورکړی شي يا په دې اړوند کومې خبرې اترې شوي دي".

پاکستان هڅه کوي چې خپله کرنسي يا پېسې د بحران څخه اوباسي کوم چې د پاکستان د نوي حکومت په وړاندې غټ چېلنج دی.

څيړونکي وايي پاکستان د خپل کرنټ اکاؤنټ د تاوان د قابو کولو دپاره د ايي اېم اېف نه قرضې ته اړتيا لري کومه قرضه چې به په پينځه کاله موده کې د ايي اېم اېف نه په دوېم ځل واخلي.

د رويټرز ترمخه پاکستان چې د چين نه پينځه اربه ډالره قرض اخستی او د خپلې کرنسۍ د بحران قابو کولو دپاره یې ورته د ارب ډالرو نور قرض ويلي دي.

د صدر ډانلډ ټرمپ انتظاميه او د خزانې وزير یې په چین نیوکې کوي چې پرمختيايي ملکونو ته د اساسي ډهانچې د منصوبو دپاره قرضې ورکوي ځکه چې د دغه لارې په دغو ملکونو د قرضونو بوج نور سېوا کيږي.

پاکستان د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) پروژې لاندې نزدې د ۵۷ اربه ډالرو مشينري او نور سامانونه د چين څخه راغوښتي دي د کوم له سببه چې د پاکستان کرنټ اکاؤنټ يا د جاري اکاؤنټ خساره ډېره سېوا شوې ده.

د ايي اېم اېف د شمېرو ترمخه پاکستان د ايي اېم اېف سره د کال ۱۹۸۰م نه د ايي اېم اېف نه ۱۴ ځله د مالياتي پروګرامونو د لارې قرضې اخيستي چې پکې د ۶.۷ اربه ډالرو د کال ۲۰۱۳م د درېو کالو د قرضو پروګرام هم شامل دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG