لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې پر چینایي توکو له ۱۰ تر ۲۵ فیصده د مالیې اخیستو پرېکړه کړې

د ولسمشر ټرمپ ادارې د سه شنبې په ورځ له چین څخه امریکې ته پر وارد شوو توکو باندې له ۱۰٪ څخه تر ۲۵٪ د ماليې اخیستو پرېکړه کړې چې له دې سره د امریکا او چین تر منځ تجارتي شخړې لا شدت اخیستی.

راپور زیاتوي چې امکان دی د امریکا له خوا پر چین باندې د اقتصادي فشار راوستلو او د مالیې زیاتیدو اعلان به نن د شورو- چهارشنبې په ورځ وشي.

دغه مالیه به له چین څخه پر وارد شوو خوړو، کیمیاوي توکو، فولادو او ایلومینیم باندې عملي کیږي.

که څه هم دغه ۲۵٪ زیاتېدونکې مالیه یا ټیکس به په سمدستي توګه نه عملي کېږي خو دا تبصره به د نړۍ د دوو لویو اقتصادي هېوادونو تر منځ د تجارت یا سوداګرۍ شخړه لا زیاته کړي.

که څه هم په دې اړوند چین په سمدستي توګه کوم غبرګون نه دی ښوولی خو په وار وار یې ویلي چې امریکا غواړي پر چین باندې فشار راولي خو چین وايي چې د امریکا د هر ګام له اخیستو سره به په ورته ګام ځواب وايي.

په امریکا کې کاروباریان او سوداګر پر ولسمشر ټرمپ باندې سختې نیوکې کوي او وايي هغه له چین سره خپله اقتصادي تګلاره ډېره تونده کړې ده.

د نهې- سه شنبې په ورځ د چین خبري اژانس ویلي، چې پر اقتصادي خنډونو برسېره به یې هم هېواد د دې توان ولري چې خپله اقتصادي وده په مناسبه توګه مخ په وړاندې بوځي.

د روان کال په دویمه درې میاشتنۍ موده کې د چین اقتصاد ۶،۷٪ وده کړې چې د ټول کال د ودې هدف یې ۶،۵٪ دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG