لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې درې بهرني وګړي له تښتول کیدو وروسته وژل شوي


د افغانستان پلازمینې کابل ښار څخه درې تنه بهرني وګړي د نامعلومو کسانو لخوا له برمته کولو وروسته په ډزو وژل شوي او جسدونه یې د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال نصرت رحیمي له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي دا بهرني اتباع دکابل ښار۹ امنیتي حوزې اړوند د ډیسپیچري سیمه کې د زيارت، پنجشنبې په سهار تښتول شوي اوغرمه مهال د کابل ولایت اړوند موسهي ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې جسدونه پیدا شوي دي.

رحیمي زیاته کړه د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوي درې بهرنیان دمقدونیا ،ملیزیا او د هند هېوادونو اوسیدونکي دي او له یوې خارجي کمپنۍ سره یې کار کولو.

تراوسه د دې پېښې مسئولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان دکورنیو چارو وزارت ویلي پیښه د امنیتي او کشفي ادارو ترجدي څیړنې لاندې ده ترڅو د پیښې عاملین پیدا او قانون ته یې وسپاري.

دا لومړي پېښه نه ده چې په پلازمینې کابل کې درې بهرني اتباع د نامعلولو کسانو لخوا د تښتولو وروسته وژل کیږي.

له دې وړاندې هم په نورو پیښو کې ګڼ شمېر بهرني اتباع تښتول شوي خو ځینې د حکومتي امنیتي ادارو د هڅو په پایله کې ازاد شوي او د یو شمیر نورو برخلیک لا نه دی معلوم.

شاوخوا ۲ کاله وړاندې دکابل امریکن پوهنتون دوه تنه بهرني استاذان چې دکابل ښاردعلاودین سیمه کې د نامعلوکسانو لخوا تښتول شوي وه تراوسه د مړي او ژوندي څرک نه لیدل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG