لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند: د طالبانو د زندان نه ۶۱ کسان خوشي کړی شوي


افغانستان د جنوبي ولايت هلمند سیمه ییزو چارواکو ویلي،د طالبانو په زندان د افغان سرتیرو عملیات تیره شپه ترسره شول ،جګړې هم شوې او له امله یې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هملند والي ویاند عمرځواک له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي دافغان ځانګړو ځواکونو د شویو عملیاتو په پایله کې چې د دې ولایت کجکې ولسوالۍ د ده بابا سیمه کې ترسره شول ۶۱ تنه ملکي کسان د طالبانو له جوړي شوي زندان څخه ازاد شول .

ځواک ویلي په زندان د عملیاتو پرمهال ۸ تنه مشکوک کسان نیول شوي او همداراز دافغان ځانګړو ځواکونو او طالبانو ترمنځ دشوې جګړې له امله ۴ تنه وسله وال هم وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه ازاد شوي کسان د ملي اردو ۲۱۵ میوند قول اردو ته انقتال شوي او یوپلاوی هم ټاکل شوی ترڅو دامعلومه کړي چې یاد ملکی کسان دکوموولسوالیو اوسیدونکي دي او له کوم وخت راهسیې طالبانو په زندان کې ساتل.

د والي ویاند وویل "د افغان ځانګړو ځواکونو داووم کنډک سرتیرو لخوا دطالبانو زندان چې د کجکي ولسوالۍ د ده بابا سیمه کې موقعیت درلود عملیات ترسره شول په پایله کې په تعداد د ۶۱ تنه ملکي کسان راخلاص شوي دي او د دې ترڅنګ په تعداد ۷ تنه مشکوک کسان هم نیول شوي دي">

وسله وال وطالبانو دامنلې چې زندان یې د افغان امنیتي ځواکونولخوا مات شوی او د جنايي او حقوقي پیښوپه تور نیول شوي ۶۰ بندیان ازاد کړي دي.

د تیرجولايي په میاشت کې هم افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو په یو زندان د چاپې د لګیدو په پایله کې ۵۶ بندیان چې له ۲۵ تنو زیات په کې افغان امنیتي سرتیري او پاتې نور ملکي کسان وو ازاد شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG