لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وېنزوېلا ولسمشر په ډرون برید کې روغ وتلی


د وېنزوېلا په ولسمشر نکولس مډورو باندې د خالي، شنبې په ورځ د چاؤدېدونکو موادو ډرون بريد شوی خو د ډرون چاؤدنه د نوموړي نه په لرې فاصله کې شوی او هغه پکې روغ پاتې شوی دی.

دغه ډرون بريد په داسې حال کې شوی چې نوموړي ولسمشر د زرګونو په شمېره کې پوځي سرتېرو ته وېنا کوله او دغه وېنا په ټيلي ويژن نېغ په نېغه خپرېده.

ښاغلي ولسمشر ويلي "دغه ډورن په ده پسې راغلی ؤ خو هغه د خلکو د مينې ډهال بچ کړی او هغه يقين لري چې نور ډېر کلونه به ژوندی پاتې شي".

اېسوسي اېټډ پرېس د وېنزوېلا د اطلاعاتو د وزير له قوله وايي چې دغه ډرون بم چاؤدنه په پينځمه نيمې بجې هغه وخت شوې چې د ملي ګارډ د ۸۱م کليزې دستوره روانه وه.

د وېنزوېلا ولسمشر د کولمبين صدر په مرسته يوه ډله د دغه بريد زمه واره ګرځولې او ويلي يې دي چې د دوی ځينې کسان د امريکا په فلورېډا کې مېشت دي او هغه د امريکا د صدر ډانلډ ټرمپ نه د هغوي پرضد د عملياتو غوښتنه کړې ده.

د کولمبیا حکومت دغه تور ته بې بنياده ويلي دي.

د وېنزوېلا حکومت پرله پسې په مخالفه فعالو باندې تور لګوي چې په مډورو دغه ډول بريدونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG